11/06/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د اسلامي مالي چارو او بانکدارۍ په برخه کې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د استصناع په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد روزنیز پروګرام د اسلامي مالي چارو او بانکدارۍ د مخکښ متخصص ډاکټر یحیی مجددي لخوا وړاندې شو. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د استصناع د عقد مفهوم، شرعي بنسټونه، مهم اصول، عملي تطبیق، د اسلامي بانکدارۍ په چوکاټ کې د استصناع د محصولاتو جوړښت او د دې عقد اړوند ننګونې او فرصتونه په تفصیلي ډول تشریح شول.
د یاد ښوونیز پروګرام په پای کې ګډونوالو د ښوونیز پروګرام محتوا ګټوره او د خپلو مسلکي اړتیاوو سره اړونده وبلله او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ له هڅو څخه یې مننه وکړه.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ ژمن دی چې د بانکي او مالي سکټور د اړتیاوو پر بنسټ به په راتلونکي کې هم ورته تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرامونه تنظیم او وړاندې کړي.