غزلبوله شاعري

غزلبوله شاعري ته يې؛ چې شاعر يمه

Permanently closed.
غزلته "سړۍ" وای اوسېدم به ستا په سيوريما به ولې ښکلولې ښځې نورې دین جومات مې رنجيت سینګ تصرف کړيلمونځ کوم د احمد شاه باب...
20/03/2026

غزل
ته "سړۍ" وای اوسېدم به ستا په سيوري
ما به ولې ښکلولې ښځې نورې

دین جومات مې رنجيت سینګ تصرف کړي
لمونځ کوم د احمد شاه بابا پر لوري

چې غوسه سي ښایسته مخ يې جالب سي
څه ښه ورځ وي چې هم لمر وي او هم ووري

څه ناڅه وارخطايي ده راته پېښه
دواړه سترګې دې لېوان دي راته ګوري

دا ټيټ سري چاپلوسان که پټه خوله سي
درباریان به په هغه ورځ سي کمزوري

پرون لاړو د عیار سره دوزخ ته
د چا پام سو دروازه یې کړه راپورې.

ذبي عیار

غزلدل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې دهما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې دهد سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی ستا ...
06/03/2026

غزل
دل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې ده
ما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې ده

د سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی
ستا وړلو ته له بره کلي ورا راغلې ده

له سرو سترګو مې سپینې څاڅکي څاڅي ګریوانه ته
د درد څړیکه مې زړه کې په نڅا راغلې ده

شکومه په غاښونو له خپل ګوتو نه نوکان
په ما د لیونتوب علامه بیا راغلې ده

زه ناست یمه په خپلو زخـمو مالګه وهم خاندم
عادله! تماشې ته مې دنیا راغلې ده

امان الله عادل

غزلموضوع د مینې ده ملا، روژه ماتیږي که نهجانان ته ګورمه، زما روژه ماتیږي که نه​په مېسنجر له یوه ښکلي سره چټ کومهسره غږېږ...
03/03/2026

غزل
موضوع د مینې ده ملا، روژه ماتیږي که نه
جانان ته ګورمه، زما روژه ماتیږي که نه

​په مېسنجر له یوه ښکلي سره چټ کومه
سره غږېږو تر سبا، روژه ماتیږي که نه

​زه یې نه ګورمه، خو سترګې پسې خپله واوړي
که له ما وشي دا خطا، روژه ماتیږي که نه

​په ماخوستن کې د مچکې فتوا څرنګه ده؟!
مثال که وشي دا له ما، روژه ماتیږي که نه

​بې ځایه مخ ملنګه ښکلو پسې نه اړوي
بیا هم انسان دی خامخا، روژه ماتیږي که نه

غزل نه کېږي پخدای او راستي، هېڅ پرې نه پوهېږمبې له تا زما زنده ګي، هېڅ پرې نه پوهېږم څوک چې راته ووایي مئین یې؟ زه دا وا...
18/01/2026

غزل
نه کېږي پخدای او راستي، هېڅ پرې نه پوهېږم
بې له تا زما زنده ګي، هېڅ پرې نه پوهېږم

څوک چې راته ووایي مئین یې؟ زه دا وایم
سخته ده ولا عاشقي، هېڅ پرې نه پوهېږم

وځنډوي قصداً، مې لېږلي پېغامونه
خدا چې څه مقصد د لالي، هېڅ پرې نه پوهېږم

زه لکه تمبل شاګرد حیران حیران ور ګورم
ژوند لکه پارچه د ریاضي، هېڅ پرې نه پوهېږم

څه یې دی لامل وصاله ووایه خو ما ته ؟
خوري مې دغه ستا خاموشي، هېڅ پرې نه پوهېږم

وصال ریان

غزليخه هوا کې د تودې غېږې له سته ولا محرومه شوی يم بېخي له دې جنته ولا بس کله کله پرېښودل نور علتونه لري نه زه ناځوانه ي...
14/01/2026

غزل
يخه هوا کې د تودې غېږې له سته ولا
محرومه شوی يم بېخي له دې جنته ولا

بس کله کله پرېښودل نور علتونه لري
نه زه ناځوانه يم، نه داده ملامته ولا

راځه! چې بيا هغې زَړې قهوه خانې ته لاړشو
ګټه به واخلو، نن د واورې له فرصته ولا

نه دې لاس راکړ، نه دې سترګه راته ووهله
بس بې رُخي دې مالومېږې نور اوچته ولا

د شبو خوښ يې او زه نغواړم اظهار وکړمه
در باندې غږ کولی نه شم له عزته ولا

هدايت الرحمن ډاډ

غزلجوړېدای شوه خو تا ياره جوړه نه کړه زما زړه نه دې هينداره جوړه نه کړهبا وجود د دې چې تا ته لاره نه وه ما له بل چا سره ...
14/01/2026

غزل
جوړېدای شوه خو تا ياره جوړه نه کړه
زما زړه نه دې هينداره جوړه نه کړه

با وجود د دې چې تا ته لاره نه وه
ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

چې ستا مخ به پکې ویني پردي خلک
ما غزل له دغه ډاره جوړه نه کړه

په رڼا ومه ډاډه د خپلو اوښکو
ما ډېوه د ځان د پاره جوړه نه کړه

ما وې ستا زندګي څنګه شوه دروېشه!
ده وې خدای هغه بېماره جوړه نه کړه

درویش درانی

غزلوايي هره ورانه، چې نفلونه سمويخدای به کله دا برباد ذهنونه سمويزه خو خپه شوې ورنه هم نه يم سړيه!ولې المارۍ کې - كتابون...
28/12/2025

غزل
وايي هره ورانه، چې نفلونه سموي
خدای به کله دا برباد ذهنونه سموي

زه خو خپه شوې ورنه هم نه يم سړيه!
ولې المارۍ کې - كتابونه سموي؟

اې هوا بدله په سیلۍ ښه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي

مونږه سموي، په دې مې نشته اعترض
سوال لرم، چې دوی کله ځانونه سموي؟

نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سړو
ګډوډ يې پراته دي، بوتلونه سموي

ممتاز اورکزی

غزل تاته به لفظونو کې غم څنــګ بيانوي سړی تا پسې خپه نه مړه، تا پسې خو مري سړی تا پسې به تيـــر شي زاهــــدان د ايمـــان...
25/12/2025

غزل
تاته به لفظونو کې غم څنــګ بيانوي سړی
تا پسې خپه نه مړه، تا پسې خو مري سړی

تا پسې به تيـــر شي زاهــــدان د ايمـــانـونـو نـه
تا پسې خو نيم لمونځ کې سلام را ګرځوي سړی

تا پسې په غرونو کې مشکلې لارې څه معنـا
تا پسې که شي، پل صراط به هم وهي سړی

تا پسې افسوس څه وي، ماتم درپسې فرض دی
تا پسې د خوب څله، د‌ زهرو ګــولۍ خوري سړی

ستا د نوم الـــزام به ياره هم باعث د فخـــر وي
ستا نامه په لاس نه مړه، ليکلي په تندي سړي

تا پسې درمـــانه صوابـــۍ په يو قــدم کې ده
تا پسې خو ياره هندوستان نه هم راځي سړی

جاويد شاه درمان

غزلچې پرېماني مې غوښته، دغه پرېماني مې غوښتهشعر، شراب او لس، اته سپرلي ځواني مې غوښتهربه یو یار مې غوښتۀ باید چې راکړی د...
29/11/2025

غزل
چې پرېماني مې غوښته، دغه پرېماني مې غوښته
شعر، شراب او لس، اته سپرلي ځواني مې غوښته

ربه یو یار مې غوښتۀ باید چې راکړی دې وای
دومره بې نیازه شولې ته وا چې خدایي مې غوښته

زما د یار د سترګو تمه وه په تا مې څه وو؟؟؟
چې په دعا ستا د خدایۍ سلامتي مې غوښته

ما چې جامونه ماتول، ما چې زخمونه شکول
مارسوایي غوښته خوډېره رسوایي مې غوښته

تا خو لۀ درده نڅېدو ته پیدا کړی ومه
څومره ساده ومه چې ستا مهرباني مې غوښته

ستاسو په ښار پورې تړلې کیسې خلاصې وې خو
چې تلم راتلمه د زخمونو تازه ګي مې غوښته

نصير شهاب

غزل نه مې ګیله شته نه له چا یمه خپه، مات یمهد زور دې نه یم، خدای ته وګوره راځه، مات یمهمات بوتلونه مې په قبر د شرابو کېږ...
26/11/2025

غزل
نه مې ګیله شته نه له چا یمه خپه، مات یمه
د زور دې نه یم، خدای ته وګوره راځه، مات یمه

مات بوتلونه مې په قبر د شرابو کېږدئ
زه په نازکو پسې بد ښیښه ښیښه، مات یمه

غږ مې را اونه ختو، غږ به مې را ونه خیژي
خاموش خاموش لکه د دوو زړونو رشته، مات یمه

تا سترګې واړولې، وران دې کړمه، ړنګ دې کړمه
په بدل شوي تال کې زه لکه نغمه، مات یمه

ممتازه اوښکه شوم، په خپل رخسار مې لیکه وکړه
دومره تحریر یم او په دغه حاشیه، مات یمه

ممتاز اورکزی

غزلخپګان پرېمانه ښه دی، جام اړولی ښه دیجانان ناځوانه ښه دی، زړګی بایللی ښه دیزه زړه خوړلی ښه یم، ما زړه خوړلی ښه دییو سړ...
16/11/2025

غزل
خپګان پرېمانه ښه دی، جام اړولی ښه دی
جانان ناځوانه ښه دی، زړګی بایللی ښه دی

زه زړه خوړلی ښه یم، ما زړه خوړلی ښه دی
یو سړی تللی ښه دی، بیلتون راغلی ښه دی

تا مچو کړی یمه، په خپلو ښکلو شونډو
لالیه نه یې مینځم، مخ مې ناولی ښه دی

سترګې هر وخت توروه، خلګو ته شر جوړوه
دا شر پرېمانه ښه دی، دا شر شیندلی ښه دی

تاسې که هر څه وایاست، زه دا خبره کوم
ساقي د قدر وړ دی، شېخ سپو خوړلی ښه دی

زه یو عیار هلک یم، او زما مذهب وایي دا
سر پرې شیندلی ښه دی، وطن ساتلی ښه دی،

ذبيح عیار

12/11/2025

غزل
دا چې په موږ جبر هم زموږ په اجازت کوي
دومره سړيتوب زموږ له یاره کفایت کوي

څنګه مې پیدا کړلې، او څنګه شوم مین پر تا
نېکو بندګانو ته رب داسې هدایت کوي

نه راکوې خوله که، ښکلیه خیر دی راته ګوره خو
عذر چې پیدا شي خلک لمونځ په اشارت کوي

نه راکوې خوله راته، د زړه مینه دې خپله شه
خلک خو جانانه په اعمالو قضاوت کوي

لمر چې راختلی وي، نو سیوري خو به وي او وي
ښکلیه ستا حضور دلته په مونږه دلالت کوي

دا چې یې سند زموږ د مرګ د فتوا وړاندې کړ
دا له ابوجهله ابو قتل روایت کوي

مجيد قرار

دا غزل AI هم ويلی

Address

Darul Aman
Kabul

Telephone

+93784200188

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when غزلبوله شاعري posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to غزلبوله شاعري:

Share

Category