شعرونه

شعرونه مننه هرکله راشئ شعرونه هنري او ادبي پاڼه ده.

یو ملنګ هنرمندارواښاد استاد ګلزمان د پښتو موسیقۍ یو نه هېرونکی نوم دی، د ژوند لویه برخه یې د پښتو موسیقۍ بډاینې ته وقف ک...
26/02/2022

یو ملنګ هنرمند
ارواښاد استاد ګلزمان د پښتو موسیقۍ یو نه هېرونکی نوم دی، د ژوند لویه برخه یې د پښتو موسیقۍ بډاینې ته وقف کړې وه.
پښتانه هنر خوښوي خو هنرمند یې نه خوښیږي ځکه خو زموږ هنرمندان د ژوندانه وروستۍ ورځې په لوی کړاو تېروي، استاد یې غوره مثال دی، ما یې د غربت او بې چاره ګۍ یو تصویر په یوه تلویزوني پروګرام کې کتلی و لا یې هم اوښکې نه شم هېرولی.
نه به بیا د ګل غونډۍ د ارغوان د میلې سندره زمزمه شي او نه به د تمبل له خواږه غږ سره د یوه سوي غږ یاقربان پورته شي.
روح یې ښاد

نه ټېله سته نه ټمبه سم د سړي زامنو په رقم روان دي .😁
24/02/2022

نه ټېله سته نه ټمبه سم د سړي زامنو په رقم روان دي .😁

  😱استیون هاوکینګ د ۱۹۴۲م کال د جنوری په اتمه نیټه د لندن په آکسفورډ کې زیږیدلی دی، مور یې فرانک او پلار یې ایزابل هاوکی...
22/02/2022

😱
استیون هاوکینګ د ۱۹۴۲م کال د جنوری په اتمه نیټه د لندن په آکسفورډ کې زیږیدلی دی، مور یې فرانک او پلار یې ایزابل هاوکینګ نومیدل، هاوکینګ د کوچنیوالی څخه د طبیعت سره شوق درلود، خو په ښوونځی کې بیا یو ټنبل او خراب خط درلودونکی زده کوونکی وو.
:- استیون په 17 کلنۍ کې آکسفورډ پوهنتون ته لاره پیداکړه، چې هلته طبیعی علوم په ځانګړې توګه فزیک ولولی، چې بیا وروسته په ۱۹۶۲م کال کې چې د 20 کالو وو و کمبریج پوهنتون ته یی لار پیداکړه.
:- استیوان په اکسفورډ کې له زینو را ولوید او سر یې په ځمکه ولګیده، چې خپل لږ حافظه یي د لاسه ورکړه هاوکینګ دا حالت ته ورسید چې د بوټونو بندونه یې په آسانه نه شوای تړلای.
:- په ۱۹۶۳م کال کې په طبی آزموینو کې معلومه سوه چې هاوکینګ د ALS په نوم ناروغی باندی اخته شوي، چې دغه ناروغی عصبی سیسټم، نخاع او ماغزه تر برید لاندې نیسی او د ماهیچو په ضعیف کولو عمومی فلج رامنځته کوی، هاوکینګ په ۱۹۶۵م کال کې د تخصصی دوکتورا لپاره کار پیل کړ او د همغه کال په جنوری کې یې واده وکړ، له واده وروسته مجبور و چې د خرڅ پوره کولو لپاره کار وکړی او د معیوبیت له امله باید کار ته ده تخصص درلودی، نوموړی د واده په پاتې پیسو یوه درې ټیره بایسکیل واخیست، چې پر هغه به علمی مرکزونو او ته په سختی ځان رسول، وروسته د استیوان ټول بدن بغیر له دوو ګوتو فلج شو، هغه ځانګړی کمپیوټر چې نوموړی ته جوړ شوی و په دوو ګوتو به یې خپل فعالیت تر سره کول.
استیوان په ۱۹۸۵م کې د خبرې کولو ځواک هم له لاسه ورکړ، ځانګړو ماشینونو به دده د سترګو حرکات په خبرو بهر نړۍ ته لیږل.
:- هاوکینګ ځان یي بې خدایه پیژندل او همدارنګه د خدای په شتون، د آخرات په نړۍ باور او له مرګه وروسته ژوند باندی باور نه درلود، هاوکینګ د خدای ج په اړه ویل :- مخکی له هغه چې موږ پوه سو، طبیعی خبره وه چې د نړۍ پیدایښت د خدای له لوری مو ګڼل، خو اوس علم موږ ته قناعت بښونکې وضاحت راکوی.
:- هاوکینګ دینی باور کې ضد او نقیض نظرونه راغلی، کله یې د خدای شتون مکمل رد کړی دی او کله دا منظم نظام بې څښتنه نه بولی. عراقی ساینس پوه الطائی وایی: »په ۱۹۹۲م کال کې مې له استیوان سره په یو نړیوال کنفرانس کې ملاقات وکړ او پوښتنه مې ترې وکړه چې ته خو فضأ کې ډیر ننوتی یې او ډیرو پیچلو مسایلو کې دې څیړنې کړی، ګومان نه کوې چې دغه پیچلی عالم به څښتن ولری؟ استیوان راته وویل زما هم ګومان دا دی؛ چې کوم خالق به حتمی وی.
#مړینه :- استیوان هاوکینګ د ۲۰۱۸م کال د مارچ په ۱۴مه نیټه د چهارشنبې په ورځ د خوب په حالت کې ومړ.
#لیکنه :- حیات الله حدید ♥♥♥ پوسټ حتما شیر کړي

زړه د بدن پاچا دى او زما پاچا ليونى دى !
20/02/2022

زړه د بدن پاچا دى او زما پاچا ليونى دى !

د سعودي حکومت پریکړه کړې، چې که تر دې وروسته چا د آذان او اقامت پر وخت په لوړ غږ موسیقي وغږوله په لومړې ځل به یې 1000 او...
19/02/2022

د سعودي حکومت پریکړه کړې، چې که تر دې وروسته چا د آذان او اقامت پر وخت په لوړ غږ موسیقي وغږوله په لومړې ځل به یې 1000 او پۀ دوهم ځل به یې 2000 ریاله جریمه کړي.
Mohamad safi

سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې چې، که دولتي ادارو یا جوماتونو ته څوک له لنډ نیکر سره راغلل؛ 250-500 ریاله به جریمه شي.
19/02/2022

سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې چې، که دولتي ادارو یا جوماتونو ته څوک له لنډ نیکر سره راغلل؛ 250-500 ریاله به جریمه شي.

رابه وړي پلو کې د رڼا څليلاړه کلیواله مکتبۍ شوله 🌷
19/02/2022

رابه وړي پلو کې د رڼا څلي
لاړه کلیواله مکتبۍ شوله
🌷

د رب خلقت #سبحان الله
04/02/2022

د رب خلقت
#سبحان الله

داسې بې عزته،  ډمې او د لویدلې شخصیت لرونکې میرمن د افغانۍ میرمنو نمایندګــي نشي کولای. 😡افغانۍ میرمنې پتمنې او درنې وې ...
01/02/2022

داسې بې عزته، ډمې او د لویدلې شخصیت لرونکې میرمن د افغانۍ میرمنو نمایندګــي نشي کولای. 😡

افغانۍ میرمنې پتمنې او درنې وې او تل به وي🙌

وايي کرزۍ د جرمني په يو روغتون کې بستر و, ډاکتر پوښتنه وکړه دا څوک ده؟يوه غږ کړل, دا څوارلس کاله د افغانستان ولسمشر وه.ډ...
01/02/2022

وايي کرزۍ

د جرمني په يو روغتون کې بستر و, ډاکتر پوښتنه وکړه دا څوک ده؟
يوه غږ کړل, دا څوارلس کاله د افغانستان ولسمشر وه.
ډاکتر وويل:
دا ډېر بې کفايته ولسمشر وه!
هغه بل ورته وويل, تاسو يې پېژنئ؟
ډاکتر وويل:
نه! زه يې نه پېژنم. خو يو کس چې څوارلس کالو کې يو معياري روغتون جوړ نشو کړای, او د درملنې لپاره دلته راځي.
نو له ده نه بل بې کفايته ولسمشر نشته!
د کرزي وخت کې 112 مليارده ډالره افغانستان ته راغلل مګر يو معياري روغتون يې جوړ نکړ.
په 100 مليارده ډالرو سينګاپور جوړ شو!
سينګاپور نن د نړۍ ښايسته ملکونو کې ګڼل کيږي.
©

له یوې ورکې او بې نومه رسنۍ سره د یوه امریکن مرکه نه سروې ده او نه څېړنه!حکومتولۍ کې به یې ستونزې وې، خو د ولسمشر غني یو...
28/12/2021

له یوې ورکې او بې نومه رسنۍ سره د یوه امریکن مرکه نه سروې ده او نه څېړنه!
حکومتولۍ کې به یې ستونزې وې، خو د ولسمشر غني یوه ښه ځانګړنه همدا ده چې نه عیاش و او نه مفسد!
هغه د دې هېواد لپاره یو نوراني سحر لیده، خو تورو تیارو له ځانه سره یووړ.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شعرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category