10/04/2026
د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کي پر عامو خلکو د ترهګرو له لوري سوی برید، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال د ښځواو ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان سوي، په کلکو ټکو غندم او دا یو ښکاره اسلام ضد، بشر ضد عمل بولم
دا ډول وحشیانه کړنې نه یوازې داسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي، بلکې د ټولنې د امن او ثبات پر وړاندې جدي ګواښ هم ګڼل کېږي
زه د دې غمجنې پېښې د شهیدانو درنو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو
په درنښت
الحاج محمد کریم اتل