29/05/2023
کجورې ملاصیب رحمة الله علیه
خپل نوم یې الهام الدین و پلاریې حسام الدین دی د کجورې په کلي کې زیږیدلی و
کجوره ، کجوره د کابل جلال اباد په لویه لیاره د عزیز خان کڅ په سیمه کې پاس د تور غره په زړه کې اباد کلی و چې د ملاصیب پلار، نیکه هلته هستوګن و خو ملا صیب چې را لوی شو نو لاندې عزیزخان کڅ ته راښکته شو او دلته هستوګن شو د ژوند تر پایه دلته پاتې شو او همدلته دفن شو .
ملا صیب مرحوم د زده کړې لړۍ د خپل پلار سره پیل کړه او بیا تر هېندوستان د علم د زده کړې پسې پردېس شو زلمي ولاړ او عالم له هېنده راغي ، ملا صیب د علم د تحصیل سره سره د نړۍ او نورو کولتورونو سره هم اشنا شو ملا صیب ډیر منور او روحاني شخصیت و د دیني علم سره یې ډیر لوړ حمیده اخلاق درلودل ، د ولس روغه او جوړه کې لوړ ا غېز درلود ، ویل کیږي چې مرحوم ملا صیب مستجاب الدعوات و دده دعا باندې ډیرو شفا مېندلې ده .
عرفاني لیاریې د تګاو اخونزادہ او ستر غازي ملا نجم الدین اخوندزاده وه .
د تصوف له جامه یې مینوشي کړې وه .
دې روحانې مشر و مدرس و او غټه خبره دا چې فقیر و.
د انګریزې تجاوز په وړاندې اتل غازي و ، په غزاګانو کې د یو اتل مجاهد په څیر ننګیالی اوجنګیالی و
د خېبر په غزا کې مرحوم او مغفور ملاصیب ښه په زغرده وجنګیده او ددې غزا میړنی شو چې دې غزا کې دفاع وزیر صالح محمد خان او وزیر محمد ګل خان بابا مشري کوله .
ملا صیب د ژوند تر پایه فقیر پاتې شو د پیرۍ او مریدیه یې لکه د ګیلاني کورنۍ ناوړه ګټه وانخیسته سره ددې چې صدراعظم هاشم خان یې د مریدۍ ویاړ درلود خو ده یې دولتې ډالۍ وانه خیستې او د استغنا په خوي غني پاتې شو ، ددنیا مال نه اخیستل غټ زړه غواړي او ملا صېب دا زړه درلوده رحمة الله علیه
ده تل د تدریس لړۍ جاري ساتلې وه او زموږ د عصر نومیاليو لکه کوديخېلو عبدالمجید مولوی صیب ، د پښتو ادب ستوري ګل پاچا الفت ، مرحوم خالص بابارح استاد پاته شوی.
ملا صېب د خپل جایداده لنګر درلوده دې کې چندې نه را ټولیدې.
ملا صیب یو جومات هم اباد کړی و چې ده خپله په کې خطابت او هم یې په کې تدریس کاوه .
د ملاصیب ایکي یو زوي و چې وکیل شمس الحق پیرزاده نومیده کله چې دهډې مدرسې فارغ شو لا شه زلمی و چې د لغمان ولس ولسي جرګې ته ودراوه دوه دورې وکیل پاتې شو او دریم ځل شهید موسا شفیق د وکالت ودریدو نه منع او ورته کړل چې باید نو اداري سیستم ته را شي هما غه و چې مرحوم پیرزاده د شهید شفیق ومنله خو د داودخان انقلاب راغي ، پیرزاده مرحوم په کور پاتې شو بیا چې سره خلکیان راغلل پیرزاده مرحوم بندي شو او شفیق مرحوم شهید شو د روسانو د راتګ سره په عمومي بخښنه کې راخلاص شوخو مرحوم پیرزاده کډوال شو پیښورته ولاړ ، پیرزاده مرحوم د پيښور په ټولو سختو ا و تنګو کې خپل اولاد د تحصیل او تعلیم په ګاڼه وپسولل او په ټولو یې عالي تحصیلات وکړل خو د وطن ناامنۍ دده کورنۍ په دنیا وویشل اوس مهال ټول د هېواده بهر دي
د ټولو مرحومینو دې ارواح ښاده وي .
نو ټ :
ملاصیب د ختیز یاده او روحاني څیره ده خو دده یادونه د بده مرغه لږه شویده په کار دی ددوې کارنامې نوې پښت ته بیا بیا بیان شي
تصویر کې ولاړ کس پوهاند داکتر ازمون او ځلا خان د کڅ اوسیدونکی دی چې دا تصویر د شمشاد له راپورتاژه اخیستل شوی دی .
نوټ :
منځ کې قبر د ملاصیب ، ښي لاس ته د ملاصیب پلار او ګس لاس ته مرحوم پیرزاده قبر دی .