19/05/2026
د کرنې، وزارت له خوا د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په پنجپای سیمه کې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې. یاد کانال د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي جوړېږي، چې موخه یې د اوبو لېږد اسانتیا، د کرنیزو ځمکو خړوبول او د کروندګرو ملاتړ دی.