07/06/2026
{په ارزګان کې له ۱۰۰۰ کورنیو سره د خوړو مرسته وشوه}
د ارزګان ولایت د اقتصاد ریاست د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست تر مستقیم څار لاندې او د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه او بشري مرستو په مالي ملاتړ، د TWAO موسسې په تخنیکي همکارۍ له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوړو مرسته وکړه. هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو غوړي، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو وریجې ورکړل شوې. وېش د اقتصاد ریاست په همغږۍ او په شفاف ډول ترسره شو.