20/11/2020
پيچ درسره لایک او شیر کړی مننه
ښکلي پيغام ده تر اخيره يي وګوري
لطفاً ګټوره لیکنه ده، حتماً یې ولولئ، او تر نورو یې ورسوئ!
*محترم وروره او محترمي خوري*!
محترمه ځوانه وروره !
لږ څه اخلاق، غیرت، حیاء خو ته هم ولره، څنګه د شرم ځای دی چي د یوې بې حیاء نجلۍ پر فالتو بې حیاء او چټي نشراتو خپل تشویقي، یا د ځاني شهوت لپاره کومنټونه ور کوې، هغه نجوني، هغه خویندي، چي ګټور اصلاحي، نشرات کوي د هغه پو فوسټو بلکل تشویقي کومنټ ور کړه، خو هغه بې حیاء نجوني پرېږده، اصلاح یې کړه او خپله هم اسلامي او ګټور نشرات وکړه !
محترمي خوري !
څنګه د شرم ځای دی چي خپله عمل نامه په مردارو شهواني جملو، چټي بیتو، او بې حیاء عکسونو، ډکوې! ته فکر نه کوې چي الله قران کي لاهم راته فرمایي چي : هر نفس د مرګ څکونکۍ دی؟
ایا ماوتا به ونه مرو؟
نه ! حتماً مرو، قبر ته ورځو، د الله دربار کي سوالونه راڅخه کیږي!
لطفاً که بیخي هيڅ طاقت دي نه کیږي، عاشقه یې، نو معشوق ته دي دا مجازي شهواني جملې پټي وکاروه، ور واېستوه، فیسبوک او د فیسبوک دا څه کم فکره مجرد ځوانان مه خرابوه، ددې فساد ذریعه هم ته کېږې !
څومره ښه خبره ده چي د صُحابیاتو سیرت ولولې او تر نورو یې ورسوې!
څومره ښه خبره ده چي د حجاب، حیاء په اړه معلومات خپاره کړې، او ځان حیاءداره ثابت کړې، ځکه ښځه د حیاء نوم دی!
ــــــــــــــــــــ
موږ او تاسو انسانان یو، اسلام مو دین دی، نو باید پر اسلامي طریقه خپل ژوند وکړو، ماوتا مسئول یو چي اسلامي احکامات به خپله هم عملي کوو، تر نورو بې هم رسوو، او امربالمعروف والنهي عن المنکر د هر مسلمان فریضه ده، نو کوښښ به وکړو، څه احکامات چي پر ځان تدبیقوو، هغه به تر نورو هم رسوو، اوس وخت کي په رسنیز ډګر کي فعاله شبکه هغه فیسبوک هم دی، نو ددې شبکې د لاري باید دین، اسلامیت، هر اړخیز ګټور اصلاحي، روغتیایي، علمي، ادبي معلومات تر نورو ناخبرو وړونو او خویندو پوري، باید ورسوو، تر څو د اخرت لپاره مو د جنت سبب وګرځي؛ که چیري په فیسبوک کي فحشا، بې حیاء عکسونه، مجازي مینه ناکي فالتو چټي جملې، بې حیاء شعرونه او بیتونه، او داسي څه چي د ګناه سبب کیږي، نشر کړو، نو العیاذبالله د جهنم د سخت اور سبب کیږي، او الله مه کړه جهنم ته به ددې منحوسو اعمالو له وجهي داخلیږو، الله دي نجات راکړي!
په زړه کي مي ډېر څه نور هم دي، که یې ولیکم ممکن کتاب جوړ سي، خو بس دغه لنډه لیکنه هم فایده کوي!
#نوټ : محترم لوستونکیه ! هیله ده خفه نسې، د زړه درد او پیغام مي درته وسپړئ، اول دي الله ماته د عملي کولو توفیق راکړي دوهم دي الله تاته د عملي کولو توفیق در کړي!
الهم امین یارب العلمین
که مو تر اخيره پوري لوستلي وي نو وليکي چې ولوستل شوه
د ثواب په خاطر يي شير کړي مننه خوږو لوستونکو