19/03/2026
دکوچني اختر د رارسېدو په مناسبت درنو هیوادوالوته د مبارکي پيغام!!
__________________________________
بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلامي نړي او افغانستان مسلمانانو پوره یوه میاشت په یوه ستر الهي امتحان کې تیره کړه، روژې مو ونیولې، لمونځونه مو وکړل، د قرآن کریم ختمونو مو وکړل ، له نفسِ اماره سره مو مبارزه وکړه، د زړه او روح پاکي او تهذیب ته مو اقدام وکړ، د خدای له نورو بنده ګانو سره مو د خپل وس په اندازه مرسته وکړه او د هیواد پهکچه مو په يو سخت جنګي حالت کي دا میاشت تیره کړه اوس د رحمت او مغفرت د میاشتې په پای کې اختر لمانځو ، یو بل ته مبارکي وایو، د یو بل کور ته ورځو، خوشحالۍ کوه او له اسلامي دود سره سم، پهدي هيواد کي که څوک له چا مرور وي، هغه پخلا کوئ او په دې ډول د نفاق، حسد، کینې او عداوت له تباه کوونکو مرضونو ځانونه ژغورئ.
همدا اسلامي اخلاق او اسلامي رویه ده چې مسلمانې ټولنې یې په پیړیو پیړیو په امن و امان کې وساتلي او مومنانو دا فرصت پیدا کړ چې په ارام ذهن او بې غمه زړه د خپل خدای عبادت وکړي، د خپلو وطنونو خدمت وکړي او حلاله روزي وګټي. خو له بده مرغه، سږ کال او په تیرو څو کلونو کې خپل اسلامي اخترونه په داسې حال کې لمانځو چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د جنګ او شرارت اورونه بل دي ، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژل کیږي، کورنۍ تباه کیږي او په میلیونو میلیونو مسلمانان له خپلو کلیو او ښارونو لرې، په صحراګانو کې، په بحرونو کې او د پردیو هیوادونو په سرحدونو کې د جنګ، قتل او شرارت د پلویانو له لاسه د بیوسي، بیوزلي او مایوسي ورځې شپې سبا کوي.
قاتلې ، خونکارې او شیطاني ډلې په اسلامي دنیا کې، نه حکومتونه غواړي، نه وحدت او اتحاد نه اردو او پولیس غواړي، نه علم او مکتب زغمي ، نه یې پر خلکو سړک، او فابریکه او ترقي لوریږي. د دوی وظیفه همدا ده چې مسلمانان در په دره او تباه شي. په افغانستان کې هم د جهل او شرارت د پیروانو کار او مقصد دا دی چې نظام په پښو ونه دریږي، او مسلمانان په پښو ونه دریږي، چې د افغانستان خلک همیشه نورو ته متحاج پاتې شي.
خو له نیکه مرغه زموږ د مومنو او غیرتي خلکو عزم او همت اتفاق او یووالي ورورولۍ او خورولۍ او په تیره بیا زموږ د امنیتي، دفاعي قوتونو شهامت او ایثار د افغانستان او افغانانو دښمنانو ته هیڅ وخت دا اجازه نه ور کوي چې شیطاني ارزوګانې یې پوره شي .
موږ به په خپل ېوالي او اتفاق سره خپل هيواد ته د لا پرمختګ سولي او امنيت ټينګښت جوګه ګرځو او د دي خاوري دښمنانو تهمو چي څنګه پخوا ماته ورکړي اوس به هم د خپل افغانيت،اسلاميت ، او وحدت سره ماته وکوو .
او خپل هیواد به انشاءالله په نړي کې دپراختیا او يوالي بيلګه جوړوو .
په پاي کي خپل ټولو با عزته با شهامته او مسلمان ولس ته د کوچني اختر مبارکي وايم له خوښي او خوشحالي ډک اختر ولري اختر مو بختور شه پهدي هيله چي نور زموږ په مقدسو او د خوشحالۍ په ورځو کې وينئ و نه بهيګي .
په درنښت