06/02/2026
غوجلایزیشن
غوجلایزیشن په غوجله د یوې انساني ټولنې بدلولو ته وايي. طالبانو همدا اوس د افغانستان ټولنه په شدت سره مخ په غوجل کولو روانه کړې ده. داسې یوه غوجل چې امن به په کې وي، خو نوره به نه په کې پوهنه وي، نه د انساني ژوند شرایط، نه رڼا او نه پاکه هوا. د دغې غوجلې ټول اوسېدونکي به د طالبي فکر په ميخطبیلو پورې تړلي وي او په اخورونو کې به د منځنیو پېړیو په کونجاړو شخوند وهي. هرڅوک چې د غوجلایزیشن په وړاندې غږ پورته کوي، هغه به تکفیر کیږي. په نړۍ کې اته میلیارده انسانان مخ پورته روان دي، خو طالبانو د افغانستان ټولنه مخ کښته تاترین دوزخ ته روانه کړې ده.
پښتانه په شدت سره مذبذب، ډارن، بې ارادې او دوه زړي دي. یو خوا مدني او انساني ژوند دی، بله خوا د طالبانو ډار، تکفیر او د جنت دعوې. طالبانو وکولای شول، چې په پښتنو باندې ځانونه د خدای استازي قبول کړي، خپل تور امارت له شریعت سره مترادف کړي او روښانفکري، قانونمندي، زدکړه، عصري پوهنه، پرمختګ او د اجتماعي شعور بیداري کفر وګڼي. په پنځهکلن تکفیر کې د پښتنو په لاشعور کې یو شک را پیدا شوی دی، چې که دوی انساني ژوند غواړي، اساسي قانون وغواړي، ښځې انسانانې وګڼي، خپل ملي بیرغ او ازادي وغواړي، نو هسې نه چې کافران به شي او له جنته به محروم شي. د شک دغه چینجي حتی تحصیلکرده پښتانه چې په اروپا کې اوسیږي، هم د طالبانو خوا ته ورمات کړل. ځینې خلقیان، پرچمیان او غله و فاسد لېبرالان هم په ښکاره د پښتونولۍ د عقدې له مخې خو پټ د تکفیر له ډاره طالبان شول او ځینو خو داسې وګڼله چې ګواکې طالبان به پاکستان سره جنګ وکړي، حال دا چې طالبان په خپل هر کار کې اوس هم د پاکستان له استخباراتو څخه فرمان اخلي. د افغانستان نور قومونه دا مشکل نه لري، هغوی مدني فکر کوي او له ملایانو پرته هم پوهیږي، چې اصلي اسلام هغه نه دی چې طالبان یې وايي. هغوی روښانه خلک دي او اخر به خپل ځان له دې غوجلې څخه وباسي. مصیبت ټول په پښتنو دی، چې د دوزخ له ډاره په طالب غولیدلي دي او د تکفیر له ډاره یې ټولو انساني ارزښتونو ته شا اړولې ده، حتی په اروپا کې ناست باسوادان هم وايي، بلا ورپسې جینکۍ او ښځې دې درس نه وايي ، مکتبونه او پوهنتونونه دې بند وي، خو طالبان ښه دي، جنګ نهشته، ټول پښتو وايي او د پاکستان په ضد جنګیږي. نور نو د دوی په نظر د افغانستان خلک هسې هم درس و پاکي و قانون او مدني ژوند نه غواړي همداسې خیرن، شډل، عقب مانده او بې سواده خوشحاله دي.
د غوجلایزیشن بدترین حالت دا دی، چې پښتانه ویده، بېخبره، تیاره، خرافاتي او په تپو تیارو کې ډوب دي، له یوې خوا روښنفکرانو ته وايي خو خلک راویښ کړئ او له بلې خوا کله چې روښانفکران او دعقل و علم طرفداران د ملایانو او طالبانو په ضد څه ووایي نو همدا خلک ورته د کافر، غربي او څه و څه نومونه اخلي. پښتانه به ډير شي، خو دومره به ډېر شي، لکه پاده بیا به د طالبانو په تنګه او تیاره غوجل کې هم نه ځاییږي. نور قومونه چې مدنیت او انساني ژوند غواړي، ټول له غوجلایزیشن څخه په تېښته دي.