09/08/2021
د عدلی او قضایی مرکز د ځانګړې څارنوالی لوی ریس ښاغلی محمد ظریف علم ستانکزی د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکی ټولنی ریس ښاغلی روح الله قاری زاده او دې یاد بنسټ له غړو سره وکتل په یاد ناسته کې ښاغلی ستانکزی دې ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه مدافع وکیلان په ټولنه کې له خورا با ارزښت دندو څخه برخمن دي له همدې امله عدلی او قضایی مرکز ځانګړې څارنوالی به تل هڅه وکړې چې دوی ته دې هیواد د نافذه قوانینو په رڼا ښه تسیهلات برابر کړې نوموړې له مدافع وکیلانو سره په لا ښه همغږې باندې ټینګار وکړ وروسته ښاغلی روح الله قاضی زاده د ځانګړې څارنوالی لوی ریس ته دې مبارکی ویلو تر څنګ په ټولو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.