17/03/2026
د پاکستان داناوړه عمل په کلکو ټکو غندنه
موږ د پاکستان له لوري د افغانستان پر مقدسه خاوره هر ډول تېری او ناوړه عمل په کلکو ټکو غندو. د افغانستان خاوره د دې ملت ګډ کور او د ازادۍ سمبول دی، او د هغې حاکمیت، عزت او بشپړتیا زموږ لپاره تر هر څه لوړ ارزښت لري.
د هر هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی د نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د ښو اړیکو بنسټ دی. له همدې امله دا ډول کړنې نه یوازې د منلو وړ نه دي، بلکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره هم زیانمنې تمامېږي.
موږ له ټولو اړخونو غواړو چې د شخړو او اختلافاتو د حل لپاره د زور او تاوتریخوالي پر ځای د تفاهم، خبرو اترو او متقابل درناوي لاره خپله کړي، څو په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات تأمین شي.
افغان ملت تل د خپل وطن د ساتنې، خپلواکۍ او ملي حاکمیت د دفاع لپاره ولاړ پاتې شوی او راتلونکې کې به هم د خپلې خاورې د عزت او حرمت ساتنه کوي.
موږ د خپل هیواد د ساتنی لپاره هر ډول دفاع ته اماده یو! جنرال اسدالله شیرزاد