21/04/2023
اختريز پيغام!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د نړۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول تاسو او ستاسو درنو کورنيو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
اختر مو مبارک او بختور شه!
ټول فرضي او نفلي عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول شه!
هيله ده چې دغه اختر په ګران هيواد کې د دايمي سولې، امن، مينې او ورورګلوۍ اختر شي.
په درنښت