07/05/2022
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي:
هر هغه څوک چې د فرض لمونځ څخه وروسته دغه کلمات:
(۳۳ ځله - سبحان الله ).
(۳۳ ځله – الحمدالله ).
(۳۳ ځله - الله آکبر ).
( يو ځل - لااله الاالله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير ) وويل.
که ګناهونه يې د درياب يا سمندر د ځګ په اندازه هم کړی وی ، بغير له شرک څخه ، الله جل جلاله به ورته بخښنه وکړی.(مسلم)
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی ، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم له لاس څخه و نيولم او راته وې وفرمايل: معاذه!
قسم په الله جل جلاله سخته مينه درسره لرم ، ګوره د هر لمانځه څخه وروسته دا دعا هېڅ وخت مه پرېږده:(اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ) .
ژباړه: يا الله! ستا په يادولو ، شکر پر ځای کولو او ښايسته عبادت کې مرسته راسره وکړې .
[ صحيح أبي داؤد الباني رحمه الله]
شېر يې کړی ، چې نور مسلمانان به هم تري خبر شي ، چا چې پري عمل وکه ، نو تاسو ته به يې ان شاءالله پوره اجر در رسېږي.
منار