02/06/2026
د سرپل پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو مارتي شرکت، نشراتو مدیریت، د غبرګولي ۱۲ مه
د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري نن د دې ولایت پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول شول.
د یاد ولایت د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت په رالیږلي خبر کې ویلي، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا او نور اړین خوراکي مواد شامل دي.
همدارنګه د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر له ټولو امارتي ادارو غوښتي، چې د خوراکي توکو د برابرولو په تړونونو کې د ارزاقو امارتي شرکت ته لومړیتوب ورکړي او د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له دې شرکت څخه ګټه واخلي.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، ترڅو معیاري خدمات وړاندې او د دولتي ادارو خوراکي اړتیاوې په ټاکلي وخت پوره کړي.
https://www.arzaq.gov.af/
Email: [email protected]