19/06/2023
د واک او قدرت انحصار:
په دقت یې ولوله!
په نظام کې مختلفې ادارې، او په هره اداره کې مختلفې څانګې موجودې وي د نظام په سطحه د هرې ادارې او هر بخش د پاره خپل مسؤل کسان مقرر شوي وي چې خپل اړوند کارونه به مخته بیایی د مربوطه بخش مکمل صلاحیت او مسؤلیت به پر غاړه لري د مشر او نورو اداري کارمندانو تر منځ به اعتماد او اتحاد موجود وي هر شخص به په اطمنان او مسؤلیت منلو خپل کار کوي،
که چیرته د نظام، یا کومې ادارې مشر د اداري کارمندانو څخه واک او صلاحیت واخلي او په هر شي هره موضوع کې مداخله کوي، دا کوښښ کوي چې هر څه به زه مخته بیایم اعتماد نه وي، مسؤلیت وي صلاحیت نه وي، پدې صورت کې به اداره خامخا فلج او د کاره لویږي د دې تاوان جبیره کول بیا ناشوني یا بیخي سخت دي، ځکه د یوه نفر تر هر شیي رسیدل ممکن ندي، طلب الکل فوت الکل راځي،
بناء وزیر، معین، ریس، آمر، مدیر او مامور په خپل کار کې باید مکمل صلاحیت او مسؤلیت ولري د مشر لخوا نظارت شي که خلا موجوده شوه د هغې د جوړیدو کوښښ وشي،
که مشر د نورو کسانو صلاحیتونه اخلي د بې اعتمادی او بې اتفاقی اور بلیږي بیا د کار او اخلاص روحیه له منځه ځي اداره فلج او د فعالیت څخه لویږي چې د دې کار مسؤلیت به هم د دنیا او هم د اخرت په ورځ همدې مشر ته متوجه وي،
نوټ: مشرانو واک او صلاحیت مه انحصاروئ!