27/01/2024
مطالعه مې هیریږي!
سلمان العودة په خپل کتاب "زنزانة" کې لیکي:
یو ورځ مې استاذ ته وویل چې مطالعه کوم، ورسته مې هیڅ هم نه یادیږي.
یوه خورما یې د خوړولو لپاره راکړه، چې ومې خوړه، ویل: چاغ سوې؟ ما ویل نه، ویل: خو دا خورما ستا جسم سره ګډه سوه،
یوڅه غوښه او وینه سوه، یو څه هډوکي نو
هله پوه سوم چې که کوم کتاب مطالعه کړم، نو څه برخه یې د لغت ذخیره غني کوي، ځینې یې اخلاق تربیه کوي، ځینې یې معلومات زیاتوي، او ځینې د لیک لوست ملکه زیږوي، که څه هم زه یې محسوسوم نه.