24/09/2024
وخت ناوخت ددې سړي په اړه د ځینو خلکو بېباکانه تبصرې ولولم؛ سم مې خفه کوي. ۲۰۲۱ م کې چې تېر جمهوري نظام سقوط شو. څه موده وروسته نړۍ وال جام ته افغان لوبډله تلله، وضعیت داسې و چې زمونږ لوبډلې هېڅ ډول مالي سپانسر نه لره. نه هم د مالي ملاتړ کوم بل ادرس و. پرېزېډینټ«محمدنبي» رامخکې شو او په خپله یې ملي لوبډله سپانسر کړه. ده نه غوښتل چې کریکټ بورډ او ملي ټیم بل چاته د مالي ملاتړ په پار لاس ونیسي. نه یې غوښتل چې د افغان لوبډلې ملي غرور، حیثیت او ملي ارزښت د خلکو پښو ته ولویږي. بیا یې لوبغالي کې د ملي سرود د اورېدو په وخت د خپل زړه درد او بې وسۍ اوښکې د وطن او وطنوالو په حال تویې کړې. ټول لوبغاړي زمونږ اتلان دي؛ خو دا ډېر د قدر وړ انسان دی. ده د افغانستان کریکټ دې سټیج ته را رسېدو کې خپله ځواني ولګوله. د سر او ږیرې ویښتان یې په کې سپین شول. ډېر ویاړونه یې راوړي او لا لګیا دی. غالباً د کریم صادق یوه مرکه مې څو کاله وړاندې لیدلې وه چې یې په کې ویل:«نیوجرسي ته چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبډله د لوبو لپاره لاړه. مونږ سره هلته د خوراک و څښاک لپاره پیسې نه وې. محمدنبي له خپل کور هلته څو زره ډالر زمونږ د ټیم مصارفو لپاره راوغوښتل؛ ترڅو پرې هلته وخت تېر کړو». دا ډېر عالي او ملي فکره انسان دی. لب یو پرېزېډینټ نبي جان❤️❤️❤️🇦🇫