28/04/2024
!
د یو مالداره سړي زنکدن وو، خپل زوی یې راوغوښت او ورته یې وصیت وکړ چې، زما له مرګ څخه وروسته به زما زړې جورابې ضرور زما په پښو کوې، په ډېر ټینګار سره یې وویل:
-له مرګ څخه ورسته مې باید ضرور دغه جورابې په پښو وي.
کله چې مالداره سړی وفات شوو، مړی یې د پرېمینځلو لپاره په تخته کیښود او غسل یې ورکړ؛ نو زوی یې د خپل پلار وصیت خلکو او د کلي ملا ته بیان کړ، د کلي ملا یې له وصیت پوره کولو څخه انکار وکړ او په کلکه یې منع وکړه او ویې ویل چې، د دیني احکامو پر اساس هیڅ مړي ته له کفن پرته بل څه نه وراغوستل کیږي!
خو د مړي زوی په دې ټینګار کوه چې، د پلار وصیت یې باید پر ځای شي! په پایله کې خبره دومره لویه شوه چې، د مسلې د حل لپاره د ښار ټول علماء راغونډ شول خو موضوع د حل پرځای شخړې او مناقشې ته ولاړه…
بحث او مناقشه روانه وه چې، یو ناڅاپه مجلس ته یو سړی راغی، په لاس کې یې یوه ټوټه کاغذ وو چې، د یاد مړي له لوري خپل زوی ته لیکل شوی وو، کله یې چې زوی لیک پرانیست؛ نو ګوري چې کاغذ کې یې د پلار لیکلی وصیت دی، په لوړ آواز یې ولوست:
ګرانه زویه!
ګورې چې د شتمنۍ، باغ، ځمکې، ښکلي کور، ښایسته موټر، کارخانې او ددې ټولو امکاناتو لرلو سره، سره بیا هم اجازه نشته چې یو جوړه زړې جورابې له ځان سره ویسم.
زما په څیر به یوه ورځ ته هم مرګ ته لبیک وايې! مرګ به دې دروازې ته راځي، هوښیار اوسه، تاته به هم له یو کفن څخه پرته، له ځانه سره د نور څه وړلو اجازه نه وي؛ نو زیار وباسه تر څو له دغې شتمنۍ څخه چې، تاته یې پریږدم ګټه پورته کړې او په سمه لاره یې مصرف کړې، د مظلومو او ناچاره خکلو سره مرسته وکړې، مسکین او فقیر ته لاس ورکړې، صدقې او خیراتونه وکړې، په ګاونډ کې څوک درنه وږی او لوڅ پاتې نشي، تل داسې کارونه وکړې چې، نورو ته یې ګټه ورسیږي او د الله"ج" د رضا سبب وګرځي.
ځکه؛ یواځینی شی چې، له تا سره به قبر ته ځي، هغه ستا عملونه دي؛ نو ډیر هوښیار اوسه، تر څو خپل راتلونکی د تیارو کور سم ودان او روښانه کړی
لطفا دغه ليکنه د ثواب له خاطره شير کړى منندويه مو يم