05/04/2025
*په کامې ولسوالۍ کې د شيريخ څلی پرانیستل شو*
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په کامې ولسوالۍ کې د شيريخ څلی پرانیست. دا څلی، چې د کامې ښاروالۍ له لوري جوړ شوی، د سیمې د کلتوري او اقتصادي ارزښت استازیتوب کوي.
د پرانیستې مراسمو کې د حج او اوقافو معين شيخ زرمحمد حقاني، د لغمان نظامي محکمې رئيس مولوي عبدالودود، د ولايت مقام مالي مولوي عزيزالله صديقي، کامې ښاروال حامدالله، د بهسودو ولسوال مولوي خالد، د ښار د روغتيا مسئول مولوي جعفر روحاني او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون درلود.
مرستيال والي وویل، چې کامه د افغانستان په کچه د شيريخ د ځانګړي خوند او طبیعي ښکلا له امله مشهوره ده او د همدې ځانګړتیا له مخې یې دا څلی جوړ کړی، ترڅو د سیمې کاروبار او پېژندنه لا برجسته شي.
نوموړي زیاته کړه چې کامه، د هېواد د نورو امنو سیمو په څېر، د سیاحت لپاره مناسب ځای دی او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دلته په امن او هوسا فضا کې سفر کولی شي.
نوموړي د کامې ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې د تفریحي او سیاحتي سیمو پراختیا ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د سيلانيانو د جذب لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
کامه، چې د څپانده سيند، غرونو او سرسبزو سيمو له امله پېژندل شوې، په وروستیو کلونو کې يې د شيريخ د تولید او پلور له مخې ځانګړی شهرت موندلی. د سیمې د شيدو سوداګر وايي چې د شيريخ کاروبار ورځ تر بلې وده کوي او دې صنعت شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.