17/11/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت او د (IRC) اداری په مالی مرسته (90) داخلی بیځایه شوو کورنیو سره د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.
دا په داسی حال کی دی چی یادی کورنی د لغمان، کنړ، نورستان او د ننګرهار ولایت داخلی ولسوالیو څخه د ننګرهار ولایت مختلفو سیمو ته بیځایه شوی وی چی نن هر کورنی سره (۴۰۰۰۰) څلویښت زره افغانی د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی پدی هڅو کی یو څو پخوا بیځایه شوو کورنیو سره مختلف النوع مرستی ترسره او د تازه بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره هم پلان برابر شوی چی ان شاءالله د سروی وروسته مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.