ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت Nangarhar Passport Office

ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت Nangarhar Passport Office مونږ تاسي ته د پاسپورټ په اړه دقیق او پر وخت معلومات خپرو هيله ده راسره مل اوسي

خبرتيا!د هغه اشخاصو د اسنادونو ليستونه چي د مرکز (پاسپورټ عمومي ریاست) څخه يي اسناد په نواقصو کي راغلي وي په ليست کې شام...
25/04/2022

خبرتيا!
د هغه اشخاصو د اسنادونو ليستونه چي د مرکز (پاسپورټ عمومي ریاست) څخه يي اسناد په نواقصو کي راغلي وي په ليست کې شامل اشخاص کولاي شي ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ پاسپورټ مدیریت ته مراجعه وکړي تر څو خپل اسناد تر لاسه او د اصلاح څخه وروسته يي دوباره دي مدیریت ته تسليم کړي.
په درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

15/04/2022

د ننګرهار ولايت شريف ولسه!
د افغانستان اسلامي امارت د راتګ سره سم زمونږ په صفحه کي څه ستونزه رامنځته شوي وه چي پوسټونه او ميسجونه تري نه کيدل په ډيرو مشکلاتو سره مو ستونزه حل کړه، ستاسي ډير زيات ميسجونه راغلي چي اوس ورته رسيدګي نشم کولای چي ځواب يي کړم خو په لنډو کي به مهمو پوښتنو ته دلته ځواب ووايم.
1. اوس وخت کې صرف په مرکز کابل کي د پاسپورټ د ويش لړي پيل شوي د افغانستان د ټولو ولايتونو خلک کولي شي انلاين فورم خانه پوري کړي چي د سيستم له لياري تاريخ ورکول کېږي په هماغه تاريخ به بايومټريک ته ورځي.
2. په ننګرهار ولايت کي صرف عاجل مريضانو ته چي په داخل د هيواد کي درملنه ناشونې وي پاسپورټ اجرا کيږي.
3. په زیاته اندازه پاسپورټونه د ننګرهار ولايت افغان پوست مديريت پوسته خانې ته رارسېدلي په نيږدي وخت کي به يي اعلان ته وسپاري تاسي کولاي شي چي په ليستونو کي خپل نوم پيدا او د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره پوسته خانې ته مراجعه وکړي.
نوټ⁦:-|⁩ په راتلونکي کې د ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت په اړه نوي معلومات او خبرتياوې له همدي صفحی څخه نشر ته سپارو مونږ درسره تعقيب کړي.
درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

15/11/2021

د ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت خبرتيا!
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت اوس مهال لپاره نوي عرايض نه اخلي هيله ده چې ځانونه په تکليف نه کړي لمړي د هغه اشخاصو کار خلاصيږي چي تيرو ورځو کي يي عرايض جمعه کړي وي او د قوس لسمي نيټي پوري په نمبر کي پرتي وي.
د نورو ولايتونو هغه اشخاص چې الکترونيکي تذکرې ولري او فعلي هستوګنځي يي ننګرهار ولايت وي د قوس لسمي نيټي نه وروسته عرايض جمعه کړي.
په درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت خبرتيا!د ا.ا.ا د رهبرۍ د هدايت په اساس راتلونکي شنبه ورځ چي د روان کال د عقرب د مياشتې 22 ن...
12/11/2021

ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت خبرتيا!
د ا.ا.ا د رهبرۍ د هدايت په اساس راتلونکي شنبه ورځ چي د روان کال د عقرب د مياشتې 22 نيټي سره سمون خوري يو ځل بيا ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت په کار آغاز کوي تاسي کولاي شۍ چې د تير په څير دي مديريت ته مراجعه وکړي او پاسپورټونه تر لاسه کړي.
هغه اشخاص چې 24 د اسد نه يي مخکي انلاين فورم ډک کړي وي کولاي شي چي بانک کي پيسي تحويل کړي او بايومټريک لپاره دي ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ پاسپورټ مدیریت ته تشریف راوړی.
نوټ. هغه اشخاص چې غواړي نوي پاسپورت واخلي انلاين سيستم اوس وخت لپاره بند دي بايد قلمي عريضه وکړي همدارنګه په کاغذي تذکره هم پاسپورټ د اجر وړ دي خو تذکره بايد د ننګرهار ولايت د ثبت احوال نفوس رياست څخه تاييد وي.
په درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

د پاسپورټ ریاست خبرتیا!د ا.ا.ا د هدايت او پريکړي په اساس لمړي په پاسپورټ عمومي رياست کي هغه اشخاصو ته چي په لاندې کټګوري...
05/10/2021

د پاسپورټ ریاست خبرتیا!
د ا.ا.ا د هدايت او پريکړي په اساس لمړي په پاسپورټ عمومي رياست کي هغه اشخاصو ته چي په لاندې کټګوري کي شامل دي د پاسپورټ د توزیع چاري شروع کيږي.
1. هغه اشخاص چي د پاسپورټ لمړي مراحل (د پاسپورټ د محصول تحويلي او بایومټریک شوي دي) يي طي کړي وي.
۲.عاجل مريضانو ته چي په داخل د هيواد کې تداوي ناشوني وي.
۳.ملي تجاران چي معتبر تجارتي جوازونه ولري.
۴.د پاسپورټ ادارې ټولو کارکوونکو او کورنيو ته.
۵. هغه دولتي کارمندانو ته چي په رسمي ډول يي مربوطه اداره معرفي کړي او رسمي سفر ولري.
۶.د ا.ا.ا مجاهدينو او نورو هيوادوالو زخميانو ته.
۷. هغه ورزش کارانو ته چي د هيواد نه بهر رسمي سفر ولري او مربوطه اداره يي معرفي کړي.
۸. هغه محصيلينو ته چي نورو هيوادونو ته په برسونو کي کامياب شوي وي.
۹. هغه اشخاص چې د يو بهرني هيواد ويزه يا اقامه ولري.
۱۰. هغه اشخاص چي انلاين فورم يي خانه فوري کړي وي، پيسي يي بانک کي تحويل کړي وي خو لا بایومټریک يي پاتي وي.
نوټ: ولاياتو کي به رسمي چاري د ا.ا.ا هدايت سره سم په نوبت وار شکل شروع شي چي رياست ته ورته به لمړي هغه اسناد طئ مراحل کيږي چي څلوريشتم د اسد نه يي مخکي تحويلي کړي وي.
پاسپورټونه به اوسمهال په پخواني شکل چاپ کيږي.
په درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

خبرتيا!نن ورځ په فيسبوک کې د مختلفو صفحو څخه پوسټونه کيږي چي ګواکي د دوشنبه په ورځ پاسپورټ رياست او مدیریتونه په کار آغا...
11/09/2021

خبرتيا!
نن ورځ په فيسبوک کې د مختلفو صفحو څخه پوسټونه کيږي چي ګواکي د دوشنبه په ورځ پاسپورټ رياست او مدیریتونه په کار آغاز کوي چي دا خبر هسي اوازي او مطلق درواغ دي رياست لا تر اوسه پورې د کار د آغاز لپاره ناسته نه ده کړي که چيري د کار د شروع په اړه سره موافقې ته ورسيدل مونږ تاسي ښاغلو ته د همدې پاڼي خبر درکوو.
درنښت
ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت

Address

Jalalabad

Telephone

+93749770115

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت Nangarhar Passport Office posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to ننګرهار ولايت پاسپورټ مدیریت Nangarhar Passport Office:

Share