02/08/2026
د اونیزې اداري ناستې پر مهال د چټکو خدماتو او کارکوونکو سره د ښه چلند سپارښتنه وشوه.
تورخم – یکشنبه، ۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
د ننګرهار ولایت تورخم عمري کمپ مسؤول په مشرۍ اونیزه اداري ناسته ترسره شوه، چې په کې د تورخم فرضي کرښې او عمري کمپ نظامي، ملکي او د بیلابیلو هیئتونو مسؤولینو او استازو ګډون کړی و.
په ناسته کې د کمپ د روانو چارو ارزونه وشوه او د خدماتو لا ښه والي په موخه پر مهمو موضوعاتو خبرې بحثونه ترسره شول.
د عمري کمپ مسؤول ټینګار وکړ، چې له اجباري افغان کډوالو او کارکوونکو سره ښه چلند وکړي، څو د خدماتو بهیر په ښه فضاء کې پرمخ ولاړ شي.
د بیلابیلو هیئتونو مسؤولینو ته سپارښتنه وشوه، چې د راستنېدونکو کډوالو اداري چارې په چټکۍ، همغږۍ او مسؤلیت سره بشپړې کړي، څو د کډوالو اداري کارونه له اړتیا پرته د ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
د ناستې په پای کې د ټولو هیئتونو مسؤولینو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ، د خدماتو پر ښوالي او د چارو د ښه تنظیم په اړه لازمې سپارښتنې او پریکړې ترسره شوي.