08/06/2026
بسم الله الرحمن الرحیم.
دغزنی ولایت په مرکز کی د ښاروالی ریاست اړوند د تفریحی پارک جوړولو له پروژی څخه د څارنی راپور.
١٤٤٧/١٢/٢٢
١٤٠٥/٣/١٨
د غزنی ولایت اقتصاد ریاست او ښاروالی ریاست ګډ تخنیکی پلاوی د دو شنبه په ورځ ١٤٠٥/٣/١٨ نیټه د ښار اړوند د پلان چهار په سیمه کی د اول، دوهم او دریم نمبر پارکونو د ترمیم او خواجه علی ښوونځی په څنګ کی د پارک جوړولو له پروژی څخه لیدنه تر سره کړه.
یاده پروژه د ښاروالی ریاست له لوری د نوی فولاد ساختمانی شرکت سره د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالی لګښت تړون شوی ده. د پلان چهار پارک چاری تر ډیره حده بشپړی شوی وی او یوازی د رنګمالی کارونه یی پاته وه او د خواجه علی ښوونځی تر څنګ د پارک چاری د حوضونو د قالب بندی او کانکریټ اچونی په برخه کی جریان درلودی. د پروژی چاری شااوخوا ٦٠ سلنه تکمیل شوی وی او په پروژه کی ۱۵ ماهر او غیر ماهر کارګر په کار بوخت وو.