17/11/2025
قابل توجه فارغین سالهای قبل وشاگردان که درسال1404فارغ میگردند!!!
د ۱۴۰۵ کال عمومي او دیني زده کړو کانکور ازموینو لپاره نوملیکنه!
د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې گډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ازموینې د نوملیکنې فورمه د لاندې لېنک څخه ترلاسه او له ډکولو او طی مراحل وروسته یې له (۴۰۰) افغانۍ د ازموینې حق الشمول سره د اړوند ښوونځي یا مدرسې ادارې ته وسپاري.
د نوملیکنې په تړاو بشپړ لارښود او فورمه په لېنک کې شتون لري.
د نوملیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۴ جدي/ مرغومي ۳۰مه.
يادونه: د شپې پوهنځیو او اختصاصي (څوارلسم پاس) کانکور ازموینو لپاره د نوملیکنې خبرتیا به وروسته نشر شي.
د نوملیکنې فورمې او لارښود لېنک:
د ښوونځیو او دينې مدرسو د ۱۴۰۵ کال فارغانو لپاره د نوملیکنې فورم او لارښود رهنمود و فورم ثبت نام امتحان کانکور سال ۱۴۰۵ برای فارغان مکاتب و مدارس دینی