د پکتیا عامې روغتیا ریاست

د پکتیا عامې روغتیا ریاست د پکتیا عامې روغتیا ریاست رسمي پاڼه
صفحه رسمی ریاست صحت عامه پکتیا
Paktia Public Health Directorate Official Page

16/09/2026

 #د عملی کار خبرتیا
16/09/2026

#د عملی کار خبرتیا

په سیدکرم او احمدآبا ولسوالیو کې د روغتیايي او غذایي تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه تر سره شوهد پکتیا ولایت عامې روغتیا ریا...
09/09/2026

په سیدکرم او احمدآبا ولسوالیو کې د روغتیايي او غذایي تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه تر سره شوه

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د څارنې او پلټنې او خوړو او درملو آمریتونو ګډو څارونکو ډلو، د خپل کاري پلان له مخې، د سیدکرم او احمدآبا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او غذایي تأسیساتو څخه هر اړخیزه څارنه او پلټنه ترسره کړه. د ترسره شوې څارنې او پلټنې پر مهال د یادو روغتیايي او غذایي تأسیساتو وضعیت وارزول شو او د نافذه قوانینو، مقرراتو او روغتیايي معیارونو د پلي کېدو په موخه لازم قانوني اقدامات ترسره شول.

د ترسره شوو فعالیتونو په ترڅ کې له ۴۱ درملتونونو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه، چې د ناقانونه فعالیت له امله ۱۰ درملتونونه مهر او لاک شول. همدارنګه، له ۲۷ طبي لابراتوارونو او غاښونو درملیزو مرکزونو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه، چې د جواز د نه نوي کولو او ناقانونه فعالیتونو له امله ۱۰ مرکزونه مهر او لاک شول. له ۲۳ شخصي ناروغ‌کتنځایونو څخه هم څارنه او پلټنه ترسره شوه، چې له ډلې یې ۳ ناروغ‌کتنځایونه مهر او لاک شول او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې. سربېره پر دې، د درملو د ناوړه اغېزو د څارنې ادارې له خوا ۶۴ روغتیايي مرکزونو ته د ناوړه اغېزو د ثبت فورمې ووېشل شوې او د یادو فورمو د ډکولو او اړوندې کړنلارې په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې. همدارنګه، له ۱۹۲ د خوړو د توکو له عمده او پرچون پلورنځیو او سیمساري دوکانونو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه، چې د یادې څارنې او پلټنې پر مهال شاوخوا ۵.۵ ټنه تاریخ‌تېر، بې‌کیفیته او تقلبي درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول شول او د قانوني اجرااتو او له منځه وړلو په موخه د څارنې او پلټنې آمریت ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د څارنې او پلټنې پر مهال ټولو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو له پلورلو څخه مخنیوی، د شفري نسخو له لیکلو څخه ډډه، پر نسخو د اړوندو مرکزونو د ټاپې لګول، پر نسخو د درملو د بیې لیکل او کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول په جدي ډول مراعات کړي.

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د څارنې او پلټنې او خوړو او درملو آمریتونه به د روغتیايي او غذایي تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه د نافذه قوانینو، مقرراتو او روغتیايي معیارونو له مخې په دوامداره او جدي توګه ترسره کوي، څو د خلکو د روغتیا د خوندیتوب، د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو او خوراکي توکو د مخنیوي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.





#پکتیا
#ګردېز
#سیدکرم
#احمدآبا

06/09/2026

Address

Beland Manzal
Gardez
2201

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د پکتیا عامې روغتیا ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share