05/08/2021
د نظام، امنیتي ا و دفاعي ځواکونو په ملاتړ د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا پرېکړه لیک!
١٣ زمری, ١۴٠٠
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
ولایتي شوراګانې چې د هیواد له هر کور او هرې ولسوالۍ سره نږدې پاتي او له ورځنیو حالاتو ښه درک لري؛ دافغانستان اسلامي جمهوریت د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو چې د اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکو او مقدسووینو په نذرانه ساتل شوي، په یوه غږ
اعلان کوو:
1 ولسونو ته نږدې ولایتي شوراګانو ته لا له مخکې جوته شوې چې زموږ پر ملت او خاوره پردی جنګ تپل شوی دی،ولایتي شوراګانې نه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنې خاورې شي. موږ د جمهوریتاو امنیتي او دفاعي ځواکونو
ملاتړ پر ځان فرض ملي او اسلامي وجیبه ګڼو.
2 ولایتي شوراګانو د دولت له هغو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو چې د خپلې خاورې، اسلامي نظام او د یوه هوسا ملتد بقا لپاره یې د سولې د راوستولو په بهیر کې کړي د زړه له تله مننه کوي، اما مقابل لوري ورته درناوی ونه کړ،برعکس یې بې رحمه پردۍ جګړه نوره هم ګرمه او د فتنې او شر لاره یې خپله کړه. بېګناه افغانان وژني، ملي شتمنۍلوټوي، اسلامي مقدسات او اصیل افغاني فرهنګ تر پښو لاندې کوي، موږ دا ډول کارونه په کلکه
غندو.
3 طالبان او د دولت نور مخالفین یواځې د انسانیت له بې احترامۍ، د بشریت له وژنې او د عامه تاسیساتو له ورانۍاو ویجاړۍ خوند اخلي. سوله چې یو اسلامي او قرآني اصل دی دوی ورباندې هېڅ باور نه لري؛ ولایتي شوراګانې لهخپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره
اوږه په اوږه درېږي او د خپل هیواد او نظام قاطعانه دفاع او ملاتړ کوي.
4 افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلې خاورې اسلامي ارزښتونو د ساتنې سربېره د ښځو او ټولو نړیوالوبشري حقونو، انسانیت او د علم او پوهې ساتنه کړې ، ولایتي شوراګانې اراده لري چې د مکار دښمن د شومو او ناروااهدافو د مخنیوي په موخه د خپلو
امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ جاري او لاهم پیاوړی کړي.
5 ولایتي شوراګانې د ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو، نورو هیوادونو او بین المللي بنسټونو څخه هیله لريچې د بشریت او زموږ د مشروع او منتخب جمهوري نظام څخه لکه څرنګه چې یې مخکې ملاتړ کړی، په موجودهبحراني حالت کې هم راسره خپله
هراړخیزه همکاري جاري وساتي.
6 ولایتي شوراګانې هیله لري هغه نظامي اشخاص چې په درنو جرمونو نه وي محکوم شوي د خاص رحم له مخې ترزندانونو خلاص کړي.
7 ولایتي شوراګانې له قدرمن، مهربان او وطندوست ولسمشر هیله لري د هغو ولسونو لپاره چې د خپلو امنیتي اودفاعي ځواکونو سره یو ځای د دښمن پر وړاندې خپل سنګر ګرم ساتل غواړي، د یوه منظم چوکات لمخې راته امکاناتبرابر کړئ، ترڅو ورته له نږدې رسیدګي وکړای شو او موږ هم هم د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو او د جمهوري نظامد بقا لپاره د خپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپله اسلامي، ایماني او
وجداني دنده په درست ډول ترسره کړو.
8 په ملي شورا کې د جمهوررئیس د هراړخیزې وینا په کلکه ملاتړ کوو، ځکه دا د افغانستان د ولس غږ وو چېجمهوررئیس په ملي شورا کې بیان کړ.
و من الله التوفیق
تل دې وي افغانستان
بریالي دې وي زموږ اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه