13/04/2026
د فراه ښاروال د مرکز اړوند د عسکراباد سیمې له سپین ږیرو سره په لیدنه کې وویل چې د دې د سيمې د ۱۷۰۰ متره سړک د جوړولو لپاره د بودیجې د منظورۍ هڅې روانې دي او د بودیجې له ترلاسه کېدو سره سم به یې رغنیزې چارې په عملي ډول پیل شي.
د دغه سړک د لومړي فاز رغنیزې چارې، چې د عسکراباد له پله څخه پیل او تر ریکۍ ځنځیر پورې رسېږي، د ولایت مقام په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي؛ تمه ده چې د دویم فاز چارې به یې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.