28/12/2023
د لوګر ولايت په مرکز نايب الله خان لوګري روغتون کې د څښاک اوبو د يو مخزن او يوې حلقې څاه پرانيسته ترسره شوه!
پنځنۍ (پنجشنبه) - د جدي ٦ - ١٤٠٢
د لوګر ولايت مرکز اړوند پل علم ښار د "ناٸب امين الله خان لوګري" په روغتون کې د ١٥٠ متره په ژوروالي سره د پاکو اوبو يو حلقه څاه او د ٣٠٠٠٠ ليټره په ظرفيت سره د اوبو د يو ارتفاعي مخزن پرانيسته وشوه.
د ياده پروژې چارې د لوګر ولايت د عامې روغتيا رياست تر سيوري لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کميشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ پيل شوې وې چې د دوه مياشتو په موده کې د ACRO مٶوسسې او مقدس بهار ساختماني او سړک جوړونې شرکت په تخنيکي همکارۍ سره بشپړې شوې.
د هيواد د لا آبادۍ په هيله