24/05/2026
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس د ۱۴۰۴ کال عمده لاسته راوړنو په اړه خبري کنفرانس ورکړه او لاسته راوړنې یي شریکې کړې.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۷-۱۴۰۵/۳/۳
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس محترم قاري مظفرخان مخلص د ۱۴۰۴ کال په جریان کې د زیربنايي پروژو ، د روغتیایي مرکزونو د ایجاد ، خدماتو د وړاندې کولو او نورو برخو لپاره د منظور شوې تقریبا مبلغ ۱۱۳۴ میلیون افغانیو تدارک او مصرف په اړه خبرې کنفرانس او پریزینټیشن ورکړه.
په دغه مراسمو کې د کونړ مرستیال والې ، مخابراتو او اقتصاد ریسانو ، د شرقي زون د عامې روغتیا ریسانو او نماینده ګانو ، د ملي او نړیوالو روغتیایي موسساتو مسولینو ، خیریه بنسټونو ، قومي مشرانو، د روغتیا د ډګر کارمندانو ، رسنیو او نورو حضور درلوده.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه