27/04/2026
د ثور د ۷مې او ۸مې ورځو په پلمه
د ثور ۷مه او ۸مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې دوه داسې تورې ورځې دي چې هره یوه یې زموږ د ملت لپاره یو خونړی داستان تداعي کوي او حتا د ټولو روانو بدمرغیو د پيل سرچینه یې بولي.
د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷مې تحمیلي کودتا، د یو برحال ولسمشر او د هغې د کورنۍ د غړو په وژلو پيل شوه. نوي حاکمان تر دې حده په داخلي اختلاف او د یو بل په حذفولو بوخت شول چې بالاخره دې ته زمینه مساعده شوه چې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په وسیله اشغال او د بهرنیو ایډیالوژیکي او جیوپولټیکي رقابتونو ډګر وګرځي.
له ډېرو خونړویو جنګونو او ویجاړیو نهه کاله وروسته د ملي پخلاینې د پروسې په چوکاټ کې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، دغه مهم تاریخي پړاو د افغانستان لپاره د خپلواک مسیر د بیا موندلو زمینه برابره کړې وه، خو له بده مرغه، جهادي تنظیمونو د غربي او عربي هېوادونو په ملاتړ او د پاکستان په مستقیمې مداخلې د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مې کودتا له لارې د سولې دغه تاریخي فرصت له منځه یوړ، لکه په تېرو کودتاګانو کې چې د افغانستان د سیاست طبیعي لړۍ وشکېده، د مجاهدینو له راتګ او دغې کودتا سره ټول سیاسي نظام او بنسټونه په بل مخ واړول شول.
د ثور ۸مې کودتا په نتیجه کې د افغانستان ټول ملي او دولتي جوړښتونو ویجاړ شول، ملي شتمنۍ چور شوې، د افغانستان ملي پوځ له منځه لاړ او افغانستان د کورنۍ جګړو ډګر وګرځېد چې په پایله کې سلګونه زره بیګناه خلک ووژل شول او کابل ښار په کنډواله بدل شو.
د ثور۸مې کودتا سره مو هېواد د نیابتي جګړو ډګر وګرځيد او ټولنه مو د افراطیت او دوامداره فرهنګي او ټولنیز کړکېچ ښکار شوه.
«اکثریت» پر افغانستان د هر ډول بهرني یرغل، تحمیلي کودتا، او د هېواد پر ضد د هر ډول ورانکارو پروژو مخالف دی. زموږ په باور د ثور د ۷مې او ۸مې دواړه پېښې د افراطي ایډیولوژیو، د پردیو د مداخلې او د داخلي سیاسي کمزوریو ګډ محصول و چې افغانستان یې د کورنۍ جګړو او اختناق لورې ته سوق کړ.
موږ ټینګ باور لرو چې د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی او د افغانستان د ژغورنې لار یوازې د یو خپلواک، ملي، مترقي او ولسمحوره نظام په رامنځته کولو کې ده. داسې نظام چې هغه وکولای شي د تېرو ټولو جنګي دورو قربانیانو په ټپونو مرهم کېږدي او د دغه دوو کودتاوو د عاملانو په ګډون د افغانستان په ټولو خونړیو جګړو کې ښکېل سیاسي اړخونه او افراد په یو ولسي او عادلانه بهیر کې محاکمه کړای شي.
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.