14/12/2024
د دې ګنبدي سیوري ته هغه ستړي ارواوې پناه وړي، چې د ژوند له طوفانونو ستړې سوي وي.
او دلته د زړه درزاوې په ارامه فضا کې د الله تعالی د رحمت دروازې ټکوي.
د شنې ګنبدې ښکلا یوازې په سترګو کي نه، بلکې زړه تسخیر کوي.
دا هغه ځای دی چې “دعاوې اوښکې نه جوړوي، بلکې اوښکې دعاوې جوړوي “ هر ځګیروۍ د قبولیت د اسمان څنډې ته ورخېژي .
دلته درېدل / اوسېدل یوازې د جسم حرکت نه دی؛ بلکې د روح ارتقا ده، چې د خالق دربار ته ځان ور رسوي او د ازلي سکون دروازې پرانیزي.
ای د مدینې فضا!
ته د الله تعالی رحمت او د رسول الله ﷺ مینې دومره ښکلې انځور کړې یې، چې ستا په لیدلو سره مړاوي زړونه ژوندي کېږي.