16/11/2023
د صوابوالو تاریخ
د صوابې پخوانې ناظم اعلی شیر زمان شیر دې الله اوبخښی یو ماسخوتن يې راته قیصه کوله چې زه په وړومبی وار د صوبائی اسمبلې غړې اوټاکلې شوم نو زما خپل د ترۀ ځامنو سره د مرګ ژوبلې بدی (دشمنی) روانه وه. خو د انتخاباتو د کمپائن په وخت به ماته خلقو وئیل چې ستا د ترۀ ځامن هم ګرځی او ستا د پاره ووټ غواړی. او بیا چې ما انتخابات اوکټل نو ما پخپله د هغوی د حجرې نه د خوشالې ډزې واوریدې.
سحر چې خلق زما حجرې ته مبارکې له راتلل نو دا خبرې ډیرې شوې چې د کلی منتقې خلق د هغوی حجرې ته هم مبارکې له ورتلل نو هغوی زما نه ښه چائے مټهائی په خلقو خوروله. نو ماسخوتن مې مشر ځوې او کورودانه د ځان سره کړه او تش تور لاس ورکره ورننوتم... ترۀ او ځامن يې راته داسې راترغاړه وتل چې ګنی زمونږ په مینځ کښې د خولې ګیله هم نه وی.
چائے کیکونه او مټهایانې مو اوخړل. ترۀ ته مې وئیل چې مبارکې له درله راغلې یم او د مړی بدل دې راباندې راپورې دې نو خوښه ستا ده چې که ما مړ کوې. که دا ځويې راسره هم مړ کوې او که دا ښځه راسره هم وژنې.
ترۀ مې راته وئیل چې اوس زما په خاندان خوشالی ده او ته مبارکې له راغلې يې نو دا وخت د دې خبرو نه دې.
په رخصتیدو کښې مې ترۀ ځامنو ته اووې چې هلکانو ټوپکې راوخلې او ورور مو تر کوره اورسويې چې څوک ورته زیان اونۀ رسوی ځکه چې اوس مو د خاندان عزت دې.
ما په زړۀ کښې اوويې چې بهر مې وژنی نو ځکه مې ځوي او ښځه د ځان نه وړاندې کړل چې زه دې مړ شم خو چې دوی بچ شی.
چې کله مې د کور په درشل خپه وردننه کړه نو د ترۀ ځوی د شا نه آواز راکړو چې لالا واپس مه راوځه, تر کوره مو راورسولې او دشمنی بیا شروع شوه. داسې نه وی چې د لاس نه مې خاندان ته زیان ورسی.
نو دا دې د صوابوالو د ننګ تاریخ او داسې دی د صوابې سپیځلی پښتانۀ چې د خپل خاندان د نوم د پاره د خپل ورور قاتل هم نه وژنی.
پښتانۀ هم یو خاندان او ټبر دې.
نصیراحمد مرغز