27/04/2021
محمد ابرار چراغ وائي چي دا هلک ماسپخین نمانځه نه پس ګاړې مخی ته را وختو. د خوبه زنګیدو ما ورله سر راوغستو او په اوګه مي ورله کیښودو.. داسې نیمه ګهنټه پس چي سترګي وغړیدې لږ دمه شوے وو.. سترګې یي وو مږلی چي سر یي زما په اوګه پروت وو نو سمدستی پاسیدو... او اخوا شو.. ما ورته وي بچوړیه څه کار کوي.. وی کباړ ټولوم.. ما ورته وي روژې نیسې وئیلی وو نیسم... ما ورته وي سحر څه وخت دا کوره راوتي یی وئیل یې نمونځ می په لاره کړے وو.. ما ورته وی.. نن دي سو روپي وګټلی.. وئیل یي دوه سوا دیرش.. ما ورته وی دا پوره دي..؟ وي آو پورا دي د یو وخت دوا وخته ډوډئ پي په عزت خواړے شو.. ما ورته وي پلار دي څه شو.. وي پلار مي شته خو نشې کوي.. زمونږ فکر ورسره نه وي... بیه مي ورته وي په زړه دي ارمان شته...؟وئیل یی وو شته.. زما نه وړوکي خور ده... کور ته یي راله د خپلی ملګري جهولئ( جوړا)راوړي وا او راته یی وئیل چی لالا ما له به دی اختر له داسی اخلې... نو چي هغه به زه کله اخلم دري زره روپئ ده ما ورله اتلس سوا جمع کړی وي خو مور ناجوړه شوه په هغي ولګیدي... وس مي بیا جمع کول شروع کړي دي داسۍ سلور پنځه سوا به وی... ما ورته وی بس دغه ارمان دي دے وی وو دا می ارمان دي... ما ورته وی بس دغه ارمان دی پورا شوو... سترګو کی یی غټي اوښکې راغلی او لاړو زما د خوانه..
نوټ....
ما ده چراغ لالا نه پوښتنه وکړه نو هغه ويئل چي روپئ دغه هلک ته ميلاؤ شوي دي....
زمونږ په چاپیریال کي داسې ډير خلک شته باید چي نظر پرې ولرو هغوي ده خپلې خوددارئ له وجې چا ته لاس نه شي نيولې..