RANRA CAST رنړا کاسټ

RANRA CAST رنړا کاسټ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from RANRA CAST رنړا کاسټ, Peshawar.

د ولی خان بابا لیرې اندېشي — هغه څوک چې له وخته ډېر وړاندې یې لیدلولی خان بابا به د یوې پېښې د بیانولو پر مهال ویل چې په...
28/07/2026

د ولی خان بابا لیرې اندېشي — هغه څوک چې له وخته ډېر وړاندې یې لیدل
ولی خان بابا به د یوې پېښې د بیانولو پر مهال ویل چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد او مجاهدینو ترمنځ د جګړې پر مهال د امریکا او کاناډا سفیران له ده سره د لیدو لپاره راغلل. هغوی له ولي خان څخه پوښتنه وکړه:
"تاسو ولې د امریکا مخالفت کوئ او د شوروي اتحاد ملاتړ کوئ؟"
نن هم د ډېرو پښتنو په ذهنونو کې دا تاثر شته چې ولي خان د شوروي اتحاد پلوه و، په داسې حال کې چې حقیقت د دې برعکس و. ولي خان د کوم نړیوال ځواک ملاتړی نه و، بلکې د خپل وطن او خپل قوم د ګټو ملاتړی و.
ولي خان سفیرانو ته په ځواب کې وویل:
"نه زه د امریکا مخالف یم او نه د شوروي اتحاد ملګری. زه یوازې د خپل وطن او خپل قوم ښېګڼه غواړم، ځکه چې دا جګړه زموږ په خاوره روانه ده او تر ټولو لوی زیان به یې هم زموږ قوم ته رسېږي."
سفیرانو وویل:
"کله چې موږ مجاهدینو ته وسلې ورکوو، تاسو پرې نیوکه کوئ، خو کله چې شوروي اتحاد د افغان حکومت سره د وسلو مرسته کوي، تاسو د هغې مخالفت نه کوئ، ولې؟"
ولي خان ځواب ورکړ:
"شوروي اتحاد یوې منظمې او باقاعده اردو ته وسلې ورکوي، چې د یو حکومتي نظم او ډیسپلین لاندې کار کوي. جګړه به یوه ورځ خامخا پای ته رسېږي، او په کومه ورځ چې افغان حکومت خپل ځواکونو ته د اوربند امر وکړي، اردو به وسلې کېږدي او بېرته به خپلو بارکونو ته ستنه شي. له هغې وروسته به هېڅ پوځي دا جرئت ونه کړي چې په خپله خوښه جګړې ته دوام ورکړي."
"خو تاسو بل لوري ته له کوڅو، محلو، کلو او مدرسو څخه عام خلک راټولوي، هغوی ته وسلې هم ورکوي او د جګړې روزنه هم ورکوئ. کله چې دا جګړه پای ته ورسېږي، نو دا خلک به څوک کنټرول کړي؟ له دوی څخه به وسلې څوک بېرته واخلي؟ او کله چې دا خلک بې کاره شي، په داسې حال کې چې تاسو یوازې جنګېدل او تباهي کول ورزده کړي وي، نو هغوی به څه کوي؟"
ولي خان بابا فرمایل چې ما په پای کې هغوی ته په ښکاره ټکو کې وویل:
"یاد وساتئ! یوه ورځ به همدا خلک ستاسو پر وړاندې هم ودرېږي او له تاسو سره به هم هماغه چلند وکړي کوم چې نن یې له شوروي اتحاد سره کوي. په دې ټولو حالاتو کې به تر ټولو زیات زما وطن او زما قوم سوځي، تباه کېږي او زیان به ګالي. زه نن ورځ دا راتلونکی بد وخت وینم او ځکه ستاسو د دې تګلارې (پالیسۍ) مخالفت کوم."
وخت ثابته کړه چې د ولي خان بابا دا اندېښنه محض سیاسي مخالفت نه و، بلکې د خپل وطن د راتلونکي په اړه د یو لیرې اندي او مدبر مشر فکر و.

23/06/2026

22/06/2026

یو وار بیا د ګډ او بیډ په شکل یو فورس جوړوی “امن فورس” ورته وايی،
مونږ هغه خلکو ته وایو چې زان ته پښتانه وايی، بس کئ دا د پیسو دا شوق پریږدي، دا لوږه ختمه کئ،
دومره ظلم؟
دومره زیاتوب؟
دومره تر انسانیت تیر چلند؟
ته دا فورس د چا خلاف جوړوی؟
د پښتانه وروو خلاف یې جوړوی؟
د چا په خوله یې جوړوې؟
د پیسو دپاره یې جوړوې؟
مونږ تاسو ته وایو چې پښتانه سیالان او درانه خلک دي، ستا نوم نه اخلي نو پکار ده تاسو توبه وکړي او چپه خُله کښیني
د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت لویې او تاریخي جلسې ته د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ چئیرمین خوشال خان کاکړ وئینا

22/06/2026

اګاهی

22/06/2026

اګاهې

21/06/2026

وزیراعظم شهباز شریف د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نائب ولسمشر جي ډي وینس، د قطر لومړي وزیر، او فیلډ مارشال نه د هغوی د غوره هڅو په خاطر مننه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې د برګن سټاک په لوکارن جهيل سرمشریزه به په یوه با معنې موافقه باندې پای ته ورسېږي چې نړۍ ته به سوله، سوکالي او ثبات راوړي.

21/06/2026

“جو ہم نے لکھ کر دیا تھا، اس پر کتنا عمل ہوا🚩
|| ||

21/06/2026

“جو ہم نے لکھ کر دیا تھا، اس پر کتنا عمل ہوا
|| ||

امریکی نائب صدرجے ڈی وینس مذاکرات میں شرکت کیلئے برگن اسٹاک پہنچ گئے!
21/06/2026

امریکی نائب صدرجے ڈی وینس مذاکرات میں شرکت کیلئے برگن اسٹاک پہنچ گئے!

Address

Peshawar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RANRA CAST رنړا کاسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share