18/07/2026
عوامي نیشنل ګوند تحصیل تخت بهائی تر سیوري لاندې د یونین کونسل ټکر، نرۍ او مدې بابا د ځوانانو یوه شانداره غونډه د شهیدانو او خدایي خدمتګارانو په کلي ټکر کې، د ګران جواد ټکر په حجره کې ترسره شوه.
په غونډه کې د ټکر، نرۍ او مدې بابا لپاره د ځوانانو نوې کابینه وټاکل شوه. د ځوانانو ګډون ډېر په زړه پورې او د ګوند د تنظیمي پیاوړتیا څرګندونه یې کوله.
په دې موقع د عوامي نیشنل ګوند د مردان ضلعي یوټهـ سیکرټري لښکر خان، ذوالفقار علي بټو، جواد ټکر، ډاکټر ذاکر، ډاکټر عرفان، سجاد ټکر، فرهان خان، یاسین خان، ګوهر، فرمان استاد، نوید خان، جلال خان، بلال خان، عثمان پشتین او د سیمې ګڼ شمېر ځوانانو او مشرانو ګډون وکړ.
د غونډې په پای کې مشرانو د هېواد په روانو سیاسي حالاتو، د عوامي نیشنل ګوند په تاریخ، قربانیو او کارنامو، د باچا خان بابا د عدم تشدد او خدمت فلسفې، او په ګوند کې د ځوانانو پر مهم رول مفصلې ویناوې وکړې. ویناوالو پر ځوانانو غږ وکړ چې د باچا خان بابا د فکر، سولې، ورورولۍ او ولسي خدمت پیغام نور هم پیاوړی کړي او د ګوند د تنظیمي فعالیتونو په لا پراختیا کې خپل فعال رول ولوبوي.
سیکرٹریز یوتھ افیئرز
عوامی نیشنل پارٹی ضلع مـردان