پښتانه د افغانستان د نوي تاريخ يو اهم ټبر دی چې ددې هېواد په جوړولو کې يې اهم رول لوبولی، همدا شان د پاکستان په جوړولو کې د پښتنو ذکر نه پرته د پاکستان تاريخ نيمګړی پاته کېږي. د هوتکيانو پېر او تر دې وروسته د درانيانو پېر په تاريخي لحاظ د پښتنو د پاچايي اهم وختونه ګڼل کېږي چې په دغو وختونو کې پښتنو د هندوستان ډېرۍ سيمې د خپل واک په ولکه کې رواستلې. هوتکيان د غلجيو پښتنو هغه ټبر دی چا چې له ۱۷۲۲ نه
تر ۱۷۳۶ کالونو ترمېنځ د پارس د سفويانو سره په جګړه کړې د پارس د امپراطورۍ ډېرې سيمې خپلې کړې. تر دې وروسته د احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ رامېنځ ته شوه. احمد شاه ابدالي د پارس د پاچا د نادرشاه يو جګپوړی پوځي افسر وه. هغه يو پښتون پاچا وه چې د درانيو د واکمنيو د پېر بنسټ يې کېښوده چې د همدې واکمنۍ په ولکه کې افغانستان، پاکستان، کشمير، هندي پنجاب او خراسان شامل وه. په ۱۸۱۸ ز کال کې د درانيو د واکمنۍ د پراپرځېدلو وروسته بيا بارکزيو پر افغانستان واکمني کوله. په ځانګړي توګه ياد شوی ټبر، محمدزيانو بيا له ۱۸۲۶ ز کال نه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د محمد ظاهر شاه تر پاچاهۍ پورې پر افغانستان خپل واک چلاوه. همدا اوس هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزی يو کندهاری پښتون دی، چې د لومړي ځل لپاره په ولسواکيزه توګه ولسمشر ټاکل شوی دی.
د افغانستان پښتنو د برتانيوي پوځ سره درې تاريخي جګړې کړي چې د افغان-انګرېز جنګونو په نامه يادېږي. همداراز پښتنو د برتانيې او د روسيې په ستره لوبه کې هم د خپلې خاورې خپلواکي ساتلې او د دغو دوؤ زبرځواکونو پر وړاندې ټينګ پاتې شوي. تر دې وروسته چې کله امير عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا ؤ نو هغه د انګرېزانو د سياست تر اغېزې راغی او دا په ۱۸۹۳ ز. کال کې د همدغه افغان پاچا د واکمنۍ دور وه چې د پښتنو سيمې په دوه برخو ووېشل شوې، چې يوه برخه يې د ډيورنډ پر يوې خوا د برتانيوي هند برخه وګرځېده او بله د افغانستان برخه پاتې شوه. په شلمه پېړۍ کې، د خان عبدالولي خان او خان عبدالغفار خان په ګډون ځینې پښتانه مشران په شمال لویدیځه سرحدي سیمو کې د برتانوي هند د حکومت تر فرمان لاندې د هندوستان د خپلواکی د ملاتړو په توګه اوسیدل. چې دوی د مهاتما ګاندي د عدم تشدد د مقاومت د کړنلارې الهام اخیستونکي ول.. وروسته، په کال ۱۹۷۰م کې خان عبدالولي خان د پښتنو د نورو لا زیاتو خپلواکیو لپاره تر فشار لاندې وو۔