02/06/2026
زما په برخه کله لېوني غمونه نه وو
زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو
زه کله باغي نه وومه خو سره مئين نه ووم
زه کله زما ګرانه د زړه سره مئين نه ووم
زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم
زه ټول عمر په دې ګناه له ژبې اوېزان یم
زه نن هم د پرون غوندې په دې ګناه لتاړ یم
زه نن هم د فتوو د توپو مخې ته ولاړ یم
زه نن هم د سپرلي هره ښکالو نغمه کوومه
زه نن هم زندګي د محبت په تار تړمه
زما زړه خو هم دغه دے چې تا ته مې خودلے
زما لېونتوب هغه دے چې تا خپله لیدلے
خو زه د دغو ټولو حادثو سره بلد یم
د ځان د سوزېدو د تماشو سره بلد یم
ما ټول عمر هم دا کړي د اوس چې څه کوومه
هم دغسې پخوا وومه دا اوس چې سنګه یمه
زما ژوند خو هم هغسې بې سره لېونتوب دے
زما سترګو کې هغسې یو غنې غنې خوب دے