11/02/2026
🖤 د سوات د امن او علم یو بل ډېوه مړه شوه!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د سوات نومیالی ادیب، شاعر او مبارز شخصیت عطاالله جان اېډوکېټ په ډېر بې دردۍ سره شهید کړی شو.
دا زموږ د پښتنو د بدبختۍ انتها ده چې دلته قلم ماتول کېږي، فکر وژل کېږي او د امن غږ خاموشه کېږي. تر څو به زموږ پر خاوره د علم او پوهې رڼاګانې داسې په نښه کېږي؟ د یو ادیب وژنه د یو فرد وژنه نه، بلکې د یو پوره نسل د شعور وژنه ده.
زموږ غوښتنه:
موږ د عطاالله جان اېډوکېټ د بې رحمانه قتل په سختو ټکو غندنه کوو او له حکومتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې قاتلین دې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
د ارواښاد کورنۍ او د سوات ولس سره په دې غم کې برابر شریک یو. الله پاک دې ورته جنتونه په نصیب کړي.
🕯️ سوات کے امن کی ایک اور آواز خاموش!
سوات کے نامور ادیب، شاعر اور نڈر مبارز عطاء اللہ جان ایڈوکیٹ کی شہادت پر دل رنجیدہ ہے۔ یہ ہماری بدقسمتی ہے کہ پشتون بیلٹ میں ہمیشہ علم اور امن کی بات کرنے والوں کو نشانہ بنایا جاتا ہے۔
ایک ادیب کا قتل صرف ایک انسان کا قتل نہیں بلکہ پورے معاشرے کے شعور کا قتل ہے۔ ہم اس بزدلانہ فعل کی بھرپور مذمت کرتے ہیں اور انصاف کا مطالبہ کرتے ہیں۔