08/09/2026
په اسلامآباد کې د افغانستان لوی سفارت د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) له لوري د هغو افغان طبي محصلینو د ایستلو په اړه چې په پاکستان کې د طب په برخه کې زدهکړې کوي، ژوره اندېښنه څرګندوي.
موږ دغه اقدام د هغو افغان محصلینو پر تحصیلي بهیر او راتلونکي د پام وړ اغېزمنوونکی بولو چې په قانوني ډول یې خپلې زدهکړې پیل کړې او د کلونو هڅو، وخت او مالي او معنوي لګښتونو وروسته د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو په حال کې دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان لوی سفارت د پاکستان له تعلیمي ادارو او همدارنګه له نړیوالو اړوندو طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو څخه غوښتنه کوي چې د افغان محصلینو د تحصیلي حقونو د خوندیتوب په برخه کې لازمه توجه وکړي ترڅو محصلین وکولای شي خپلې زدهکړې پرته له خنډه بشپړې کړي.
دغه راز ټینګار کوي چې د علم، زدهکړو او بشري اړیکو په څېر مهمې برخې باید له سیاسي اختلافاتو څخه خوندي وساتل شي..........
سفارت کبرای افغانستان در اسلامآباد، نگرانی عمیق خود را نسبت به تصمیم شورای طبی پاکستان (PM&DC) مبنی بر اخراج آن عده از محصلین افغان که در پاکستان در رشتههای طبی مصروف تحصیلاند، ابراز میدارد.
ما این اقدام را دارای پیامدهای قابلتوجه بر روند تحصیلی و آینده محصلین افغان میدانیم؛ محصلینی که بهصورت قانونی تحصیلات خود را آغاز کرده و پس از سالها تلاش، صرف وقت و متحملشدن هزینههای مالی و معنوی، در آستانه تکمیل دورههای تحصیلی خویش قرار دارند.
سفارت کبرای افغانستان در اسلامآباد از نهادهای آموزشی پاکستان، و همچنان از سازمانها و نهادهای بینالمللی ذیربط در عرصههای طبی، آموزشی، بشردوستانه و مسلکی، تقاضا مینماید تا در زمینه حفاظت از حقوق تحصیلی محصلین افغان توجه لازم مبذول داشته تا انان بتوانند تحصیلات خویش را بدون وقفه و مانع به پایان برسانند.
سفارت همچنان تأکید مینماید که حوزههای مهم و حیاتی همچون علم، آموزش و روابط انسانی باید از اختلافات سیاسی مصون نگه داشته شوند و فرصتهای آموزشی و علمی نباید تحت تأثیر تحولات و اختلافات سیاسی قرار گیرند...........
The Embassy of Afghanistan in Islamabad expresses its deep concern over the decision of the Pakistan Medical and Dental Council (PM&DC) regarding the forced deportation of Afghan medical students currently pursuing their studies in Pakistan.
We consider this measure to have a significant impact on the academic progress and future of Afghan students who commenced their studies through lawful and established procedures and, after years of dedication, time, and considerable financial and personal investment, are in the process of completing their respective academic programmes.
The Embassy of Afghanistan in Islamabad calls upon Pakistan’s educational authorities, as well as relevant international medical, educational, humanitarian, and professional institutions, to give due attention to safeguarding the academic rights of Afghan students and to ensure that they are able to complete their studies without interruption or undue obstacles.
The Embassy further emphasizes that vital areas such as knowledge, education, and human relations should remain protected from political disagreements. Academic and educational opportunities should not be adversely affected by political differences or developments.