PashtoonKhuwa Students Organization IIUI

PashtoonKhuwa Students Organization IIUI "Empowering a generation of leaders, thinkers, and change-makers. PSO IIUI: where passion meets purpose."

د پښتونخوا سټو ډنټس ارګنایزیشن منو ګرام

زمونږ مونوګرام د نړۍ د ګلوب په پس منظر کښې د پښتنو د غریځ هېواد په جګو څوکو د لمر وړانګې ښکاروي او دا وړانګې د پښتنو د راتلونکي روڼ صباون،خپلواکۍ،پوهنې،ټولنیز عدالت او د ښه ورورلۍ د ژوند ښکارونه کوي.

خو دا هم بیخي تجربه شوې خبره ده چې د دغه ښه روڼ صباون ګټه بې له دغه دوو شیانو لکه کتاب او ټوپک چې په مونوګرام کښې انځور شوي دي تر اوسه هیڅ چېرې او هیچا نه ده

کړې.

د مونوګرام په لاندې برخه کښې د غنمو وږي د ستر احمد شاه بابا له وخته زمونږ ملي سیمبل او نښان دی چې د هېواد سمسورتیا او وداني ښکاروي.

د نړۍ هېوادونه یو بل سره په جغرافیایي،معاشي،سیاسي او ټولنیځ مزو تړلي دي. د شریکو ګټو پر بنسټ نړي وال اتحادونه جوړ شوي دي، د امن،جمهوریت،ازادۍ او ټولنیز عدالت غوښتونکي په یو او دښمنان په بل قطار کښې ولاړ دي او د نړۍ ښه او بد په پښتونخوا او د پښتونخوا ښه او بد په نړۍ اثر ښندي ځکه خو د پښتونخوا د ازادۍ،جمهوریت، ټولنیز عدالت او امن انقلابي بهیر له امن کېمپ کارګري تحریکو او د ملي ازادي له غورزنګو سره په نه شلېدونکي ډول تړلي دي. په مونوګرام کښې ګلوب د دې ښکارندوی دی
منشور) د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن مرامنامه)
د ګران او تاریخي ټول وطنپال،روښان فکره،جمهوري،مترقي طلباعلمان او د وطن او اولس د خپلواکۍ او ترقۍ سره مینه لرونکي باسواده ځوانان په یو فلېټ فارم متحد کول او په علمي جهابینۍ باندې د هغوي زهنونه منوره کول او د افغان مړني اولس د ملي ازادۍ،جمهوریت،ټولنیز عدالت،امن ترقي د انقلابي ملي سیاسي لښکر د یوې دستې په حېث د لوستونکو د تعلیمي او ټول جمهوري حقوقو لپاره جدوجهد کول

جدید ترقي یافته نظام تعليم راځول، تعليم عام کول او د ټولو و‌طنپالو لپاره مفت تر مټرکه لازمي ګرځول

د ساينس او ټکنالوجۍ د عصري تقاضو مطابق نصاب تعلیم مرتب کول.د ښونې او روزنې د جدید ادارو قایمولو او ډېرولو فني پشه وارانه تعلیم ته وده ورکولو لپاره مبارزه کول

پښتو او پښتون وطن کښې د اوسېدونکو مورنۍ سرکاري تعلیم تر مټرک او بیا ورپسې د پوهنتون تر سطحې ټول تعلیم په خپله مورنۍ ژبه راځول او پښتو ژبې اداب اولسي ثقافت ته وده ورکول.

په تعلیمي اداره کښې د نظریاتي ازادي علمي او جمهوري فضا قایمول او تعلیمي ادارو کښې تفاوت ختمول او بلا رنګ ، نسل ، ژبه طبقه،مذهب او د هر وګړي لپاره یوشانتې تعلیمي اسانتیاوې برابرول

د استاذانو وقار لوړول ، د هغوي د ملازمت او هرډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

تعلیم او د ژوند په ټولو برخو کښې د ښځې او نر د برابرۍ حقوق عملي کول

د مستعمره مشرقي پښتونخوا (موجوده خېبرپښتونخوا)، مستعمره جنوبي پښتونخوا ( موجوده بلوچیستان پښتون علاقې) په وحدت مبني د پښتون اولس د قومي حق خوداختیارۍ په بنیاد د افغانیې، پښتونخوا یا پښتونیستان په نامه خپلواکه صوبه قایمول

په ملک کښې استعماري حوکمراني نسکورول او د برابرۍ ، سیالۍ او باهمي احترام په بنیاد د بلوڅ ، سیندهي ، سرايکي محکومو قامونو د قومي ، جمهوري او د پنجاب د زپلي او زیار کښ اولس او نور جمهوري تحریکونو سره د پښتون د ملي خپلوکۍ جمهوري اولسي تحریک د متحد کولو او د پښتون اولس د جمهوري اقتدار په لاس د یوې مترقي ټولنې د جوړولو په لار کښې د ژور ټولنیزانقلاب د قومي ازادۍ جمهوري انقلاب تکمیل د رسولو لپاره مبارزه کول

د ساینسي مفکورې په رڼا کښې د وطن د ملي خپلواکۍ او جمهوري تحریک متحد کول او په محکوم (مستعمره مشرقي او جنوبي پښتونخوا) او نیم محکوم (منځنۍ پښتونخوا ازاد پښتون قبایل) باندې د زیار کښ افغان اولس د قومي اختیار او جمهوري سیاسي اقتدار د راوستلو لپاره مبارزه کول

په ملکي ائین کښې د قران و سنت مخالف دفعات نه پرېښودل

ازاد تاریخي افغانیستان د وطنپال اولس د افغان خاورې تمامیت ملي استقلال امن ، جمهوریت ، ترقي او خوشحالي ملي او اولسي ارمانونه پوره کولو د پاره مبارزه کولو کښې د هغوي حمایه او فعاله برخه درلودنه

د سامراجي استعماري (ګماشته) او جاګیردارانه نظام د ختمولو او د ملي خودمخاري او ټولنيز عدالت د قیام لپاره په ځوانانو کښې قومي او طبقاتي شعور پیدا کول او د ځوانانو د ذهني او بدني روزنې او نشونما لپاره علمي ادابي هونري ثقافتي او د لوبو پروګرامونه ترتیبول ، کلتوري ادارې تشکیلول

د خیتې او ټولې نړۍ د ځوانانو جمهوري سازمانونو سره د باهمي همکارۍ او پېوستون اړیکې ټیګول او په متحده ډول د نوي نسل د تعلیمي او هر ډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

د ټولې نړۍ محکوم قومو او د مظلوم انسانانو د ازادۍ جمهوري جدوجهد حمایه او د ټولې نړۍ د سامرج دوښمن جمهوري قوتو ملاتړ کول او د خپال اولس په زریع د هغوي سره تر خپل وڅه اخلاقي او مادي مرسته کول او د هغوي نه د دغسې حمایې او کومک هیله کول

د زوړ او نوي استعمار، صېهونیت، نسل پرستي، مذهبي فرقه پرستي، جنونیت او بنیاد ګري په خلاف د اولسونو او قومونو د ازادۍ برابرۍ او انسان دوستۍ په حمایت کښې نه ستړې کېدونکې مبارزه کول.

اسلام اباد:د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقايي يونټ تر نظارت لاندي د پښتونخوا لوستونکي س...
16/03/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقايي يونټ تر نظارت لاندي د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اولډ کيمپس کانفرنس د علاقايي ايګزيکټيو ملګري عبدالرحمن په تلاوت کلام پاک سره د علاقايي سیکټري طارق اڅکزي په صدارت کښي ترسره سوه.
د ياد غونډي کاروايي د پي اېس او علاقايي يونټ ايګزيکټيو ملګري شمس اڅکزی ترسره کړه.
په ياد غونډه کښې د نړيوال اسلامک پوهنتون اولډ کیمپس يونټ وټاکل سو چي په هغه کښې چڼل سوي اليکشن کمیشن په اکثرت رايي سره د
سيکټري لپاره سالار خان، معاون سيکټري لپاره بخت محمد آريا، اطلاعات سیکټري لپاره امين الله اڅکزی، رابطه سیکټري لپاره زبیر خان مندوخيل، ماليات سيکټری لپاره بصير خان دمړ، کلتور سیکټري لپاره فاروق خان، بلډ سیکټری لپاره حنظله خان او ورسره ١٥ کسیزه کابینه وټاکل سوله.
له ټاکل سوې کابينې څخه د پي اېس نړيوال اسلامک پوهنتون علاقايي سیکټري طارق خان سوکند واخستو.

په اخيره کښي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقايي سیکټري طارق خان اڅکزي ملګرو ته خپله صدارتي وينا واوروله.





پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
21/02/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون سینئر ملګري سراج خان اڅکزی د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په ټيچر ايجوکيشن کښي د ايم اېس ډګري ترلاسه کړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون سراج خان اڅکزی ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





Ramazan Mubarak! May this holy month bring you closer to Allah and shower your life with countless blessings.Pashtoonkhw...
18/02/2026

Ramazan Mubarak!
May this holy month bring you closer to Allah and shower your life with countless blessings.
Pashtoonkhwa Students Organization IIUI


|

اسلام اباد: د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی يونټ ايګزيکټيو غونډه نن د نړيوال اسلامک ...
14/02/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی يونټ ايګزيکټيو غونډه نن د نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد په اولډ کيمپس کښي د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائي سیکټري طارق خان اڅکزی په صدارت کښي ترسره سوه.
د غونډي کاروائي د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد ايګزيکټيو ملګري بايزيد خان ترسره کړه.
په ياد غونډه کښي تیر کار رپورټ وړاندي سو او د آینده لائعمل کښي مهمي پريکړي وسوې
په اخيره کښې غونډې ته د نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی سيکرټري طارق خان اڅکزی ملګرو ته خپله صدارتي وينا وکړه

لخوا:
اطلاعات اونشرېات څانګه پښتونخوا لوستونکي سارمان نړېوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد




اسلام اباد:نن په نيټه ١١م فروري ٢٠٢٦ د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائي يونټ ملګرو د...
11/02/2026

اسلام اباد:
نن په نيټه ١١م فروري ٢٠٢٦ د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائي يونټ ملګرو د علاقائي سیکټري طارق اڅکزی په مشري کي د پاکستان قامي اسمبلی اپوزیشن ليډر، د تحريک تحفظ آئين پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئيرمین محترم مشر محمود خان اڅکزی سره لیدنه وکړه او محترم مشر محمود خان اڅکزی ته په اپوزیشن ليډر جوړيدو باندي مبارکي ورکړه.



|

Welcome Freshers 🎉PSO IIUI warmly welcomes all new students to the university and wishes you success in your academic jo...
11/02/2026

Welcome Freshers 🎉

PSO IIUI warmly welcomes all new students to the university and wishes you success in your academic journey. Feel free to contact us for any guidance or assistance. Welcome and best wishes for a bright future. Stay in touch with us.


|
|

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
30/01/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان پنډي/اسلام اباد ايګزيکټيو ملګري تنزيل الرحمٰن مرغزاني د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په LAW کښي ډګري ترلاسه کړه

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون تنزيل خان ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
29/01/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون ايګزيکټيو ملګري احسان خان د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په اکانومکس ( Economics ) کښي ډګري ترلاسه کړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون احسان خان ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
28/01/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون ايګزيکټيو ملګري ظفر ترین د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په اکانومکس ( Economics ) کښي ډګري ترلاسه کړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون ظفر ترين ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





اسلام اباد:د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډی/اسلام اباد تر نظارت لاندې خان شهيد اېوارډ دستوره د طاهر اڅکزي په تلاوت کلام پ...
18/01/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډی/اسلام اباد تر نظارت لاندې خان شهيد اېوارډ دستوره د طاهر اڅکزي په تلاوت کلام پاک سره د سيکټري اجمل ترين په صدارت کښې ترسره سو.

ياد غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پنجاب صوبايي صدر جانان افغان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب صوبايي نائب صدر حاجي حکيم حريفال، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب ماليات سيکټري او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنډي/اسلام اباد ارګنائزر حاجي يونس مومند، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ جنوبي پښتونخوا صوبايي صدر قهار خان ودان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پښين اطلاعات سيکټري کاکا شفیع ترين، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب ايګزيکټيو حاجي ولي ګل شيراني، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ خيبر پشتونخوا صوبايي سینئر نائب صدر مير کلام وزير، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنډي/اسلام اباد ارګنائزنګ باډي ملګرو، د پشتونخوا سټوډنټس ارګنایزيشن مرکزي ډپټي ارګنائزر وارث افغان، او د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزيشن پنډي/اسلام اباد سيکټري اجمل ترين ګډون درلود.

په غونډه کښې د سازمان لخوا د پنډی/اسلام اباد پوهنتونونو څخه فارغه سوي محصلينو په وياړ د ياد لوستونکو د ستاينې لپاره د خان شهيد په نوم اېوارډ باندې ونازول سول.

ياد غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ خيبر پښتونخوا صوبايي سینئر نائب صدر مير کلام وزير، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ جنوبي پښتونخوا صوبايي صدر قهار خان ودان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب صوبايي صدر جانان افغان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب ايګزيکټيو حاجي ولي ګل شيرانی ويناوي وکړې او د ملګرو ستاينه يې وکړه.
په اخيره کښي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزيشن پنډي/اسلام اباد سيکټري اجمل ترين ملګرو ته صدارتي وينا کښي د پارټۍ او خاصه توګه د حاجي ولي ګل شيراني کوروداني وکړه چي دوي له تنظيم سره په ياد پوګرام کښي مرسته وکړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان پنډی/اسلام اباد خپلو فارغه سوو محصيلينو ته مبارکي وايي او هيله کوي چي د دوی دغه همت به د وطن د ښېګړې لپاره کارول کيږي.





پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
16/01/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون سینئر معاون ملګري ايوب خان د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په پوليټيکل سائنس ( Political Science ) کښي ډګري ترلاسه کړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون ايوب خان ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيا...
15/01/2026

پښتونخوا لوستونکی سازمان د ژوند له نورو برخو ترڅنګ د علم او هنر په ډګر کې د خپلو تکړه او پوه ملګرو د برياوو لړۍ پرمخ بيايي. د همدې تسلسل په دوام کښې د پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون ايګزيکټيو ملګري اکبر خان ترکۍ د نړيوال اسلامک پوهنتون سخه په اکانومکس ( Economics ) کښي ډګري ترلاسه کړه.

پښتونخوا لوستونکی سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اکبر خان ترکۍ ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله لري چې هغه به د خپلو راتلونکو هڅو په برکت نه يوازې خپل راتلونکې سباون روښانه کړي، بلکې د پښتونخوا وطن د ویاړ او پرمختګ لپاره هم ګټور تمام شي.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان ټول ملګري ورته د لا زياتو برياوو دعا کوي.





Address

International Islamic University Islamabad Sector H 10
Islamabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PashtoonKhuwa Students Organization IIUI posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share