05/04/2024
اسلام آباد: (پ ر) پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب، تيره ورځ د صوبايي ايګزيکټيو غړي عمران خټک نمسي اغوا کولو پيښه په سختو ټکو غنده کوي، او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي په دې پيښې کي ککړ خلک دي زر تر زره ګرفتار کړل شي، او د داسي پيښو دي په مستقل ډول مخنيوی وکړي،
د پارټۍ صوبائي قيادت زياتوي چي ملک دا وخت خطرناکه انتشار سره مخ دی، سياسي او معاشي استحکام نه شتون له کبله اولس له لوژو سره مخامخ دی، لوټ مار پيښې ورځ تر بلې په زياتيدو دي،
بايد چي حکومت په دې هکله چټک ګامونه اوچت کړي،
د پارټۍ ټول قيادت د عمران خټک سره اوږه په اوږه ولاړ دي، او هر رنګه مرسته ورکولو ته ژمن دي،
د غمرازي په توګه صوبايي صدر جانان افغان، سينئر نائب صدر ايډوکيټ ايمل مندوخيل، ډپټي سيکټري يونس مومند، ضلع سيکټري ډاکټر کريم، ضلع ايګزيکټيو ايډوکيټ سعود کاکړ، او واحد ځدران، سليمان کامل، او ګڼ شمير ملګرو ملاقات وکړ.
شعبه اطلاعات و نشريات