PTM United Kingdom

PTM United Kingdom This is the official page of PTM United Kingdom
(د بریتانیا پښتون ژغورنې غورځنګ رسمي پانړه)
📞 +447907232508

Pashtun Tahafuz Movement - United Kingdom (PTM UK)An important consultative meeting of the Pashtun Tahafuz Movement Unit...
20/08/2026

Pashtun Tahafuz Movement - United Kingdom (PTM UK)

An important consultative meeting of the Pashtun Tahafuz Movement United Kingdom (PTM UK) was held on Monday in Manchester, bringing together heads, representatives, and members of PTM units from across the United Kingdom.

The meeting focused on charting PTM UK’s future direction and identifying ways to strengthen the movement’s presence and impact nationwide. Participants also engaged in discussion on key national, political, and social issues.

Central to the meeting was a shared commitment to unity, mutual understanding, and closer coordination among PTM UK units and members. Attendees reaffirmed their dedication to collective decision-making, mutual consultation, and shared responsibility as the foundation for moving forward together.

The gathering reflected a spirit of solidarity and constructive engagement, reinforcing confidence that PTM UK will continue to grow stronger, more organised, and more effective through unified, collective effort.

Unity, solidarity, and continued commitment are our strength.

د تحریک د ملګرو حوصلې ته هم سلام، چې د پنجاب ادارو په دې تور لادرکه کړل چې ولې د پنجابي استعمار له ترانې څخه منکر دي، او...
19/08/2026

د تحریک د ملګرو حوصلې ته هم سلام، چې د پنجاب ادارو په دې تور لادرکه کړل چې ولې د پنجابي استعمار له ترانې څخه منکر دي، او طالبانو په دې تور بندي کړي چې ولې ملي بیرغ ته احترام لري؛ خو دوی د خپل ملت د اقدارو په هکله هېڅکله نه ټیټ شول او نه مات شول.

هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي بیرغ، د ورځې د لمانځلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو پ...
19/08/2026

هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي بیرغ، د ورځې د لمانځلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو په بنیاد، شپاړس ورځې مخکې په خوست کې طالبانو زموږ ملګری احسان سعادت بندي کړ او له سختو تکلیفونو وروسته یې له متعدینو سره په سیل کې بند کړ، چې تر اوسه هم بندي دی.

د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.
19/08/2026

د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.

19/08/2026

ملي مشر منظور احمد پښتین: د پیرنګیانو څخه د استقلال بېرته ګټلو ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.
هم د دې تاریخي ورځې لوی نښان او د افغانیت نمائندګي، ملي بیرغ، د ورځې د لمانځلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو په بنیاد، شپاړس ورځې مخکې په خوست کې طالبانو زموږ ملګری احسان سعادت بندي کړ او له سختو تکلیفونو وروسته یې له متعدینو سره په سیل کې بند کړ، چې تر اوسه هم بندي دی.
د تحریک د ملګرو حوصلې ته هم سلام، چې د پنجاب ادارو په دې تور لادرکه کړل چې ولې د پنجابي استعمار له ترانې څخه منکر دي، او طالبانو په دې تور بندي کړي چې ولې ملي بیرغ ته احترام لري؛ خو دوی د خپل ملت د اقدارو په هکله هېڅکله نه ټیټ شول او نه مات شول.

د خپلواکۍ دا ورځ دې موږ ته د آزاد، خپلواک او باعزته افغانستان د جوړولو هوډ لا پیاوړی کړي. اباد دې وي تل لوي افغانستان 🇦🇫
19/08/2026

د خپلواکۍ دا ورځ دې موږ ته د آزاد، خپلواک او باعزته افغانستان د جوړولو هوډ لا پیاوړی کړي.
اباد دې وي تل لوي افغانستان 🇦🇫

د افغانستان د استقلال د بېرته ګټلو 107 کالیزه د ټولو افغانانو ته مبارک وي
19/08/2026

د افغانستان د استقلال د بېرته ګټلو 107 کالیزه د ټولو افغانانو ته مبارک وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور ضلعي غونډه د ضلعي کوارډنيټر بلال اورګزي په مشرۍ کې ترسره شوه.د غونډې پيل د تلاوت قرآن پاک سر...
16/08/2026

د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور ضلعي غونډه د ضلعي کوارډنيټر بلال اورګزي په مشرۍ کې ترسره شوه.
د غونډې پيل د تلاوت قرآن پاک سره وشو.
باد کې ايجنډا وړاندې کړي شوه چې ټول ملګرو پري ډير په تفصيل سره خبرې وکړې.
په اول پړاو کې د تنظيم د پياوړتيا لپاره مختلف تجويزونه وړاندې کړي شو ټولو ملګرو ژمنه وکړه چې په خپل کلي او علاقې به تنظيمي يونټي جوړو.
په دويم پړاو کې د وطن په حالاتو او نيول شوو ملګرو په حقله خبرې اترې وشوې.
پي ټي ايم پېښور به په بدو ورځو کې د خپل اولس سره ولاړ وي.
پي ټي ايم پېښور خپل بندي ملګري به يواځې نه پرېږدي او د خپلو نيول شوو ملګرو دپاره به هره قانوني لاره خپله وي.

16/08/2026

د زیارت د شهیدانو یاد غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي پښتونخوا ایالتي مشر نور باچا بشپړه وینا.

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ ضلع خیبر تیراه میدان تحصیل کامیابه غونډه وشوه د نقیب الله افریدي په حجره کې . د غونډې صدارت د ت...
16/08/2026

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ ضلع خیبر تیراه میدان تحصیل کامیابه غونډه وشوه د نقیب الله افریدي په حجره کې . د غونډې صدارت د تیراه میدان کوآډینټر عبدالکریم افریدي کولو!!

د غونډې پیل د تلاوت کلام پاک څخه واجد افریدي اوکړو!!

په نننۍ غونډه کې د تیراه میدان کابینه جوړه کړه چې د تیراه میدان کوآډینټر عبدالکریم افریدي باندې د تیراه میدان تنظیم مکمل اعتماد او باور اوکړو چې په خپل ځای پاتې شو!!

(د فائنس کوآډینټر نوید افریدي
انساني حقوقو کوآډینټر عدنان افریدي، جلیل خان.
سوشل میډیا کوآډینټر واجد افریدي.)
ذخه خیل کوآډینټر سلمان افریدي
شلوبر کوآډینټر فاروق افریدي
ضلعي کور کمیټي غړی عبدالجلیل افریدي وټاکل شو

یاده دې وي چې پاتې قومونو نمایندګي یا ذمه واري به په راروانه اتوار ورځ غونډه کې ورکولو ټاکل به شي. نن ټولو ذمه دارو ته ذمه واري ورکړل شوې چې تاسو را روان اتوار ته د تیراه میدان ټول کارکنان د غونډې ته خبر کړي او را یې ولي!!

ورسره ورسره د تیراه میدان په متاثرينو توده بحثونه وشول چې د دوی په واپسۍ کې په هر پلېټ فارم باندې مؤثره نمایندګي او کردار ادا کول دي. د دوی سره چې ریاست پاکستان او صوبايي حکومت کومې معاهدې کړې وي هغه دې سر ته ورسوي، په دې سخت ټینګار وشو!!

پي ټي ایم خیبر او تیراه میدان تنظیم نظر اچوي په کوم لوري چې موقع میلېږي نو د مزاحمت لپاره به لار جوړه وي. تیراه میدان تنظیم واضحه کړه چې مصلحت، مفاهمت، خاموشي مرګ دي، غلامي ده، یواځینۍ لار پاتې شوې ده او هغه مزاحمت دی.

په غونډه کې د پي ټي ایم خیبر باړه کوآډینټر مقيب افریدي، خیبر لیګل کمیټي کوآډینټر نقیب الله افریدي ګډون درلوده!!

Address

London

Telephone

+447907232508

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM United Kingdom posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organisation

Send a message to PTM United Kingdom:

Shortcuts

Share