PMAP Europe

PMAP Europe Official page of Pashtoonkhwa Milli Awami Party Europe

29/12/2024

پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه د هغو ټولو مېلمنو (اياز خان اڅکزي، ډاکټر ګل مرجان وزير، قدرمنې وړانګې لوڼۍ او ميرکلام وزير) او درنو ګډونوالو د زړه له کومې مننه کوي، چې زموږ پر بلنه يې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۵۱ تلين له موږ سره د ايکس په سپېس کې ولمانځلی.

له بده مرغه د تکنيکي ستونځې له کبله زموږ د سپېس غونډه په بشپړه توګه سر ته و نه رسېده او په مېنځ قطع سو، خو په دې وريني او هيله من يو چې زموږ ګډونوالو به د درنو ويناوالو له علم او پوهې پورا پورا ګټه اخيستې وي.

ښې چارې،پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه نن د شپې پر نهه (9) بجې د پښتونخوا د وخت او پر (4) بجې د لندن د وخت، پر...
29/12/2024

ښې چارې،
پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه نن د شپې پر نهه (9) بجې د پښتونخوا د وخت او پر (4) بجې د لندن د وخت، پر ايکس باندې د خان شهيد د يو پنځوستم تلين د لمانځلو لپاره يو سپيس لري.

په تاسو ټولو په دې سپېس کې د ګډون هيله لرو. د سپېس لينک لاندې ورکول سوی دی

https://twitter.com/i/spaces/1OdKrXWgkYnJX

25/12/2024

خبرتيا
پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي 51م تلين د راتلونکي اتوار په ورځ د دسمبر پر 29مه نېټه د ايکس (ټوئټر) سپېس له لارې لمانځي. په دې سپېس کې به اياز خان اڅکزی، قدرمنه وړانګه لوڼۍ، ډاکټر ګل مرجان وزير او د پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ پخوانی غړی ميرکلام وزير د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او مبارزه علمي ويناوې کوي.
له تاسو ټولو د ګډون هيله لرو.
وخت= د پښتونخوا وخت د شپې نهه (9) بجې (لندن وخت ماځيګر 4 بجې)

د سپېس لينک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اروپا او برتانيې د صدر قدرمن فلک نياز خان يوسفزي د مور بي بي د فاتحې مراسم د برتانيې د سر ښا...
16/12/2024

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اروپا او برتانيې د صدر قدرمن فلک نياز خان يوسفزي د مور بي بي د فاتحې مراسم د برتانيې د سر ښار لندن په ختيځ کې ترسره سوه.
په دې مراسمو کې د بېلا بېلو ګوندو د نومائندګانو پشمول د برتانيې له بېلا بېلو سيمو راغليو ګڼ شمېر خلګو برخه واخيسته.

Address

I’m
London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PMAP Europe posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share