Ahmad Abdullah Jabarkhil

Ahmad Abdullah Jabarkhil Former Mayor | Ex-Bürgermeister | پخوانی ښاروال

خبرتیاپه خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چې یو عراده کرولا موټر د کابل جلال اباد لوی لاری په مسیر د زړی سوری تیږی په ساحه ک...
13/06/2026

خبرتیا
په خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چې یو عراده کرولا موټر د کابل جلال اباد لوی لاری په مسیر د زړی سوری تیږی په ساحه کې سیند ته غورځیدلی چې ټول (7) تنه سورلی چې دوه تنه ښځینه ، دری تنه سړی او دوه تنه ماشومان اوبو غرق کړی چې تر دی دمه یی صرف د یو ماشوم جسد موندل شوی او د نورو جسدونه لادرکه دی د کابل سیند غاړی او سیدونکو او عامو هیواد والو هیله ده د جسدونو په موندلو کی خپله همکاری جاری وساتی الله ج دی اجر عظیم درکړی.
د جسدونو د موندلو په وخت له لاندی شمیرو سره اړیکه ټینګه کړی.
شاولی خان سهاک
0782806648
0775060672

🚨 د نادرکی اعلان 🚨نوم: ساحلد پلار نوم: بهادرعمر: ۱۵ کالهساحل د لغمان ولایت د قرغۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د کا...
10/06/2026

🚨 د نادرکی اعلان 🚨
نوم: ساحل
د پلار نوم: بهادر
عمر: ۱۵ کاله
ساحل د لغمان ولایت د قرغۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د قلعه افضل سیمې څخه د ۱۴۰۵/۳/۴ نېټې راهیسې نادرکه شوی دی.
د نادرکېدو پر مهال یې آبي رنګ کالي په تن وو.
له ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کېږي، که د نوموړي په اړه هر ډول معلومات ولري، له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي:
☎ ۰۷۸۵۲۴۳۷۸۹
☎ ۰۷۸۳۸۹۴۳۱۴
☎ ۰۷۸۹۲۲۷۳۲۱
ستاسو یوه اړیکه کېدای شي د دې ساحل د موندلو لامل شي.

دغه علان له نورو هیوادوالو سره شیر کړی هیله
ستاسو له دغی مرستی له کبله ساحل پیداشی
په درنښت، د ساحل کورنۍ.

⚠️ مهرباني وکړئ په سیندونو ګردآبونو او ژورو اوبو کې لامبل مه کويیو بل ښکلی ځوان د بې‌احتیاطۍ له امله د اوبو ښکار شو تر ټ...
05/06/2026

⚠️ مهرباني وکړئ په سیندونو ګردآبونو او ژورو اوبو کې لامبل مه کوي
یو بل ښکلی ځوان د بې‌احتیاطۍ له امله د اوبو ښکار شو تر ټولو دردناکه دا ده چې کورنۍ یې اوس د هغه د جسد د موندلو په تمه له سختو شېبو سره مخ ده 🥹
په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې نصرت دولت‌زی ۱۹ کلن ځوان نن د ډرونټې د اوبو په ګردآب کې د پېښې له امله لادرکه شوی دی
ګندمي رنګ په تن یئ تورې جامې وې
له ټولو هېوادوالو او د سیمې له اوسېدونکو هیله کېږي که د نوموړي په اړه هر ډول معلومات لري له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي
📞 0788155555 📞 0773035555 📞 0786998256

ددی ګلالیو ماشومانو په پیداکولو کی مرسته وکړیدیوه نوم نذیر احمد د بل نوم زهیر احمد دواړه ورونه دی یو بل ابراهیم نومیږی د...
05/06/2026

ددی ګلالیو ماشومانو په پیداکولو کی مرسته وکړی

دیوه نوم نذیر احمد د بل نوم زهیر احمد دواړه ورونه دی یو بل
ابراهیم نومیږی د سرخرود ولسوالی د نغرک کلی اوسدونکی دی نن غرمه دره نیم بجه د تبلغیانو مسجد شاته سیند وړی که چاته یی په اړه معلومات وې نو مهربانی وکړی په لاندی شمیرو اړیکه ونیسی

0731333155
0788887404

مفقودي اعلاننصرت دولت‌زی چی زمونږ خپلوان د ۲۱ کلن ځوان، پرون شنبه د ډرونټې اوبو ګرداب کې د ماسپښین په ۳ بجو لادرکه شوی د...
31/05/2026

مفقودي اعلان

نصرت دولت‌زی چی زمونږ خپلوان د ۲۱ کلن ځوان، پرون شنبه د ډرونټې اوبو ګرداب کې د ماسپښین په ۳ بجو لادرکه شوی دی.

نښې:
• قد: ۱.۷۰ متره
• رنګ: ګندمي
• جامې: تورې جامې

که څوک یې په اړه معلومات لري، مهرباني وکړئ له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

0788155555
0773035555
0786998256

پوسټ د رب تعالی رضا لپاره درسره شیر کړې ستاسو همکاري دې اساس وخت کې له موږ سره ډیره مهمه ده.

د ورک شوي پلار او تره د لټون انساني اعلان(مهرباني وکړئ شریک یې کړئ 🤍)ګرانو وطنوالو، میشتو افغانانو؛ که په وطن کې یاست او...
29/05/2026

د ورک شوي پلار او تره د لټون انساني اعلان

(مهرباني وکړئ شریک یې کړئ 🤍)

ګرانو وطنوالو، میشتو افغانانو؛ که په وطن کې یاست او که له وطنه بهر،

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

په ډېر درناوي او عاجزۍ سره له ټولو افغانانو، د اسلامي امت له ټولو وروڼو او خویندو، او د انسانیت له هر هغه چا څخه چې د انسانیت احساس لري، هیله کوو چې دا پیغام شریک کړي.

زما د کورنۍ دوه غړي (پلار او تره) له ډېرې مودې راهیسې نادرکه دي:

📅 د نادرکۍ نېټه: 2002/05/03 (د ۲۰۰۲ کال د می میاشت)

دوی د حلالې روزۍ د ګټلو په نیت د دوبي کار لپاره د قاچاق له لارې تللي وو، له هماغه وخته نادرکه شوي دي.

د نادرک شوو کسانو معلومات:

👤 لومړی شخص (پلار):
نوم: خان شیرین
د پلار نوم: حاجي بادشاه خان
د نیکه نوم: صمد خان

👤 دوهم شخص (تره):
نوم: امان الله
د پلار نوم: حاجي بادشاه خان
د نیکه نوم: صمد خان
اصلي ادرسونه:
1. افغانستان – پکتیکا ولایت – اومني ولسوالۍ – بنډارخېلو کلي

2. افغانستان – پکتیکا ولایت – یحیی‌خېل ولسوالۍ – قرب‌الدین کلي
📞 د اړیکې شمېرې:
واتساپ او شخصي تماس:
+966 563 170 596
+93 745 412 065
+93 790 209 162
🤲 له ټولو قدرمنو هېله کوو چې دا اعلان تر هغه رسنیو، چینلونو او پاڼو پورې ورسوي چې نړیوال لاسرسی لري، څو کېدای شي کومه نښه یا معلومات ترلاسه شي.

💔 په دې هیله چې د انسانیت په خاطر څوک مرسته وکړي او دا نادرکه کسان وموندل شي.

له ټولو مننه 🙏

په درنښت
د سعودي عرب د مسافرو معلوماتو پاڼه

موقتدغه هلک دننګرهار ولایت دکامی ولسوالی د شینکی خوړ یا غونډی  اوسیدونکی دی ایران ته په قاچاقی لاره روان وو  په نیمروز و...
28/05/2026

موقت

دغه هلک دننګرهار ولایت دکامی ولسوالی د شینکی خوړ یا غونډی اوسیدونکی دی ایران ته په قاچاقی لاره روان وو په نیمروز ولایت دیلارام ولسوالی کی زمو ملګرو سره دی
نوم یی روح الامین
ولد حامد الله
نیکه نوم عبدالخلیل
نو د انسانی همدردۍ له دغه پوسټ ټولو ملګرو او ګروپونو کی شیر کئ
زموږ اړیکه 0774259944
0790913698
0765594072
عنایت مومند د وال څخه

مرسته وکړی!دا یو نفر دی لږ ذهني  مشکل لري ځان کامې ولسوالی زاخیل کلی معرفي کوي اوس فارم هډې جامع مسجد کې دی د کور په پيد...
24/05/2026

مرسته وکړی!

دا یو نفر دی لږ ذهني مشکل لري ځان کامې ولسوالی زاخیل کلی معرفي کوي اوس فارم هډې جامع مسجد کې دی د کور په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړئ

0785089222

مهرباني وکړئ دا پوسټ شریک کړئ، څو تر ډېرو خیر غوښتونکو ته ورسېږي.🚨 د عاجلې مرستې غوښتنه 🚨🥲دا یوه خور ده چې پلار یې ډېر غ...
02/05/2026

مهرباني وکړئ دا پوسټ شریک کړئ، څو تر ډېرو خیر غوښتونکو ته ورسېږي.

🚨 د عاجلې مرستې غوښتنه 🚨🥲
دا یوه خور ده چې پلار یې ډېر غریب دی. د ناروغۍ حالت یې سخت دی او تر اوسه یې مرض هم سم نه دی معلوم شوی. د ټول وجود حالت یې خراب شوی او ټول بدن یې اغېزمن شوی دی.
دا خور د عاجلې درملنې توان نه لري. له ټولو شتمنو مسلمانانو وروڼو او خویندو څخه هیله کېږي چې د علاج لپاره ورسره مرسته او کومک وکړي.
د کورنۍ د غړي شمېره:
076 565 0774

دعاء تقدیر بدلوي، او وینه ژوند ژغوري.ستاسو د دعاوو تر څنګ، موږ د خپل ملي اتل د وضعیت ښه کېدو لپاره هره ممکنه هڅه روانه ک...
29/04/2026

دعاء تقدیر بدلوي، او وینه ژوند ژغوري.

ستاسو د دعاوو تر څنګ، موږ د خپل ملي اتل د وضعیت ښه کېدو لپاره هره ممکنه هڅه روانه کړې ده.

لوی رب دې؛ زما د هیلو او ارمانونو دا دنګ لکه چنار ځوان، نور له هر ډول تکلیف څخه وساتي او بشپړه روغتیا ورکړي.

د شاپورلالا صحي وضعیت، دا مهال د اندېښنې وړ دی. د وینې د کمښت له امله ورته په عاجله توګه د وینې شدیده اړتیا ده.

له هغو درنو ملګرو څخه چې د هند په ډهلي په ګریټر نوېډا کې مېشت دي او د وینې ګروپ یې (+A) دی، په درنښت هیله کېږي چې له ملي اتل سره دا انساني مرسته ونه سپموي.

پته: Greater Noida, Delhi

8796026173

اړیکه:9289869054

هیله ده ټول یې په خپلو دعاوو کې یاد وساتو.
©️Ghamai Zadran

Adresse

Vienna

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Ahmad Abdullah Jabarkhil erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Die Organisation Kontaktieren

Nachricht an Ahmad Abdullah Jabarkhil senden:

Teilen