ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Uruzgan
  • ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست

ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست دلته موږ ستاسي لپاره له پېښو سره د مبارزې
امادګۍ ملي ادارې اړوند فعالیتونه، لاسته راوړني او خبرتیاوي نشروو!

خبرداری!د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي ۸ مه (پنجشنبه) د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو معتبرو سازمانو...
29/05/2025

خبرداری!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي ۸ مه (پنجشنبه)

د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو معتبرو سازمانونو د وړاندوینو له مخې، په کابل, پنجشیر، پروان، میدان وردګ، لوګر, پکتیا، تخار, بدخشان، ننګرهار, کونړ, نورستان او لغمان ولایتونو کې د تالندې برېښنا، تېزو بادونو او نسبتاً قوي بارانونو له امله د سېلابونو د راتلو احتمال شتون لري.

په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۵ څخه تر ۲۵ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده.

همداراز، د هېواد په شمالي، لوېديځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تیزو او له دوړو ډکو د بادونو رامنځته کېدو احتمال هم شتون لري.

له همدې امله، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیندونو غاړو ته دې له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.•.

هشدار!

تاریخ اعتبار: پنجشنبه، ۸ جوزای ۱۴۰۴ خورشیدی

براساس پیش‌بینی ریاست هواشناسی کشور و سازمان‌های معتبر جهانی، احتمال بارندگی نسبتاً شدید همراه با وقوع سیلاب، رعد و برق و بادهای شدید در ولایت‌های کابل، پنجشیر، پروان، میدان وردک، لوگر، پکتیا، تخار، بدخشان، ننگرهار، لغمان، کنر و نورستان وجود دارد.

میزان بارندگی در ولایت‌های یادشده بین ۵ تا ۲۵ میلی‌متر پیش‌بینی شده است.

همچنین، احتمال وقوع بادهای شدید و همراه با گرد و خاک در ولایت‌های شمالی، غربی، جنوبی، شرقی و مرکزی کشور نیز وجود دارد.

بنا، از باشندگان این ولایت‌ها تقاضا می‌شود که از نزدیک شدن به سوال دریاها خودداری کرده و تدابیر لازم را مطابق رهنمودهای ارائه‌شده از سوی کمیته‌های ولایتی مبارزه با حوادث اتخاذ و اجرا نمایند.

تاریخ: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق

اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له مرستیال سره وکتلنن ورځ سې شنبه, له غرمې مخکې ل...
27/05/2025

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له مرستیال سره وکتل

نن ورځ سې شنبه, له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اوچا له مرستیال کينيت راجرز او د اړیکو له مسؤل شمس خلیلي سره وکتل.

ترابي صاحب د اوچا د دفتر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل, چې خوښ یو چې یو له بل سره همکاري کوو او موږ تل هڅې کوو چې د بېلابېلو سازمانونو او مؤسسو کارونه په چټکۍ سره خلاص کړو تر څو خلکو ته پر وخت مرسته ورسول شي او موږ په خپل اداره کې پوره شفافیت راوستلې دی.

همداراز ترابي صاحب د اوچا د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې, هغو ولایتونو لکه, پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، ارزګان هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو ته دې د مؤسساتو پاملرنه زیاته کړي ځکه چې دا ولایتونه مرستو ته جدي اړتیا لري. ترابي صاحب همدا راز وویل چې د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې خلګ وچکالۍ ځپلي دي او اوبو ته هیڅ لاسرسی نه لري او که د اوبو رسونه ژر ورته ونشي ډېرې کورنۍ به بېځایه شي او باید یې پر وخت دغه ستونزه حل شي.

وروسته د اوچا دفتر مرستیال کينيت راجرز وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو چې کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي ښاغلي همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو د مدیریت او بشري مرستو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.

همداراز یې وویل چې موږ به د واش کلسټر او نورو ټولو مؤسساتو سره له نږدې خبرې وکړو او د هغو ولایتونو په اړه چې مرستو ته جدي اړتیا لري او د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ پر موضوع خبرې ورسره وکړو او ستونزو ته به ژر رسېدنه وکړو.

په پای کې, د دواړو لورو لخوا ژمنه وشوه چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه وړي چې خنډونه یی رامنځته کړې دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هــ ق

له پېښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

27/05/2025

Address

Urozgan
Uruzgan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share