سرخرود ښاروالي Surkhrod Municipality

سرخرود ښاروالي Surkhrod Municipality Service

د سره رود ښاروالۍ مسؤلینو په یاده ولسوالۍ کې د خلکو شکایت ته د رسېدنې په موخه د خښتو له هغې بټۍ لېدنه وکړه چې ګوندې ربړ ...
30/10/2021

د سره رود ښاروالۍ مسؤلینو په یاده ولسوالۍ کې د خلکو شکایت ته د رسېدنې په موخه د خښتو له هغې بټۍ لېدنه وکړه چې ګوندې ربړ او چاپیریال ته زیان رسوونکي سون توکي سوځوي، خو د مسؤلینو څار پرمهال داسې څه ونه موندل شول.
داچې ځايي خلک د خښتو بټیو له لوګيو شکایت لري،نو د سره رود ښاروالي په دې برخه کې جدي ده او هڅه کوي چې له اصولو سر غړونکي پیدا او قانوني چلند ورسره ترسره کړي.

نن مو یوي شکمني د خختو بټی نه لیدنه وکړه چی خلکو ویل ګوندي ربړونه پکي سیزي خو داسي نه وو بلکي کوله او زوغال یی سیزل د نو...
30/10/2021

نن مو یوي شکمني د خختو بټی نه لیدنه وکړه چی خلکو ویل ګوندي ربړونه پکي سیزي خو داسي نه وو بلکي کوله او زوغال یی سیزل د نورو بټیو لیدنه هم کوو انشاالله
نوټ : دخلکو د شکایتو په اساس چی لوګي نه تنګ راغلي دی عملیات دوام لری

ملګرو که تاسي ته داسي بټی معلومه وي چی ربړونه سیزي او ورڅخه تنګ یی راپور راکړی

ولس ته خدمت کول مو ایماني فریضه ده باید کړیدلي او دردمن ولس لپاره نه ستړي کیدونکي هلي  ځلي او خدمت  وکړو د سره رود والسو...
20/10/2021

ولس ته خدمت کول مو ایماني فریضه ده
باید کړیدلي او دردمن ولس لپاره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي او خدمت وکړو
د سره رود والسوالی د ویالو صفايی مو د څلورم ځل لپاره شروع کړه

د سره رود والسوالی د باوالی په ډاګ کي د غصب پر وړاندي مبارزه جدي روانه ده
15/10/2021

د سره رود والسوالی د باوالی په ډاګ کي د غصب پر وړاندي مبارزه جدي روانه ده

د سره رود والسوالی د ښاروالی لخوا د تاریخ تیرو خوراکي اشیاو او بی کیفیته در ملو د کنټرول لپاره جدي کار شروع دینوټ: د درم...
13/10/2021

د سره رود والسوالی د ښاروالی لخوا د تاریخ تیرو خوراکي اشیاو او بی کیفیته در ملو د کنټرول لپاره جدي کار شروع دی
نوټ: د درملو د تاریخ او کیفت د کتلو لپاره راسره د سلطان پور د صحت عامي موظفو ډاکترانو ملتیا او مرسته کوله

د سره رود ولسوالۍ اړوند باولۍ ساحه کې الوزول شوي پلچک د ښاروالۍ لخوا عمومي سرک پاک او لاره هواره او د موټرو لپاره تګ رات...
26/05/2021

د سره رود ولسوالۍ اړوند باولۍ ساحه کې الوزول شوي پلچک د ښاروالۍ لخوا عمومي سرک پاک او لاره هواره او د موټرو لپاره تګ راتګ ته امده شوه.

د سره رود ښاروالۍ انګړ اوسنۍ او مخکینۍ بڼه
12/04/2021

د سره رود ښاروالۍ انګړ اوسنۍ او مخکینۍ بڼه

23/12/2020

سره رود ښاروالۍ د 1398 مالي کال په پرتله په 1399 مالي کال کې 55 فيصده عوايد زيات کړي.
د 1398 مالي کال عوايد مبلغ 1997399 افغانۍ
د 1399 مالي کال عوايد مبلغ 3096545 افغانۍ

نن دوشنبه۱۳۹۹/۷/۷د سره رود ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د سره رود ښاروالۍ د 1399 مالي کال د ترسره شوو پروژو او مصارفو او ...
28/09/2020

نن دوشنبه
۱۳۹۹/۷/۷
د سره رود ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د سره رود ښاروالۍ د 1399 مالي کال د ترسره شوو پروژو او مصارفو او د 1400مالي کال پلان په هکله د سره رود ښاروالۍ عوايدو مدير هدايت الله اماني لخوا د سره رود ولسوالۍ اړوند ملکانو او مشرانو شورا ته معلومات ورکړل شو.
۱۳۹۹ مالي کال لومړي درې ربعو عوايد = 2165203 افغانۍ
۱۳۹۹ مالي کال لومړي درې ربعو مصارف = 2162976 افغانۍ.

د 1400 مالي کال لپاره پلان شوي بوديجې شرح په لاندې ډول ده:

1. سره رود ښاروالۍ د ۱۴۰۰ مالی کال لپاره ثابت عواید مبلغ (۱۸۹۶۶۵۰) افغانۍ او غیر ثابت عواید مبلغ (۱۳۶۵۰۰۰) افغانۍ پیشبیني کړي ، د ۱۴۰۰ مالی کال ټوله بودیجه مبلغ (۳۲۶۱۶۵۰) افغانۍ ده.
2. سره رود ښاروالۍ (۵) ډوله ثابت عایداتی سرچیني لري. او (۳) ډوله غیر ثابت عایداتی سرچینې لري. چې ۱۳۹۹ مالی کال په جریان کې د پارک صنعتی فابریکو جواز نه اخیستلو او د سرک د حریم غرفو د لري کولو له وجې او د کمو تخلفاتو له وجې په ذکر شوی بخشونو کې کم عواید شوي ، همدارنګه د مارکيټونو مالکانو پسې د صفايي محصول تحويلولو په خاطر جلبونه ليږل شوي ، چې ځنې يي لا تر اوسه نه دي حاضر شوي.
3. سره رود ښاروالۍ د ۱۴ تنه دایمی او قراردادی کارکوونکو لپاره مبلغ (۱۲۸۴۰۴۱) افغانۍ د معاشاتو او امتیازاتو لپاره په کود ۲۱ کې نیولي.
4. سره رود ښاروالۍ د اداری او عملیاتی ضروریاتو او خدماتو لپاره مبلغ (۷۸۳۰۰۰) افغانۍ په کود ۲۲ کې نیولي.
5. په انکشافی برخه کې د څلورو انکشافي پروژو مصارفو لپاره مبلغ (۱۱۹۴۶۰۹) افغانۍ په کود ۲۵ کې نیولي.

په انکشافی برخه کې لاندې پروژې شاملې دي:
1. د ښاروالۍ انګړ مزایک او فرش کول ، او دوهمه حویلي ترمیم او چمن لګول.
2. په موی مبارک ساحه کې لښتي جوړول ، او د سیاسنګ او مسکین اباد ساحه کې سرکونو ترمیم او جغل اندازي کول.
3. د ولسوالۍ اړوند په ضروري ساحو کې د سرک د غاړې پلچکونه جوړول.
4. (۲۵) عدده کثافت دانۍ جوړول ، تر څو په ضروري ساحو کې نصب شي.

د سره رود ښاروالۍ لخوا چهارباغ صفا عالي ليسې مخې ته د 500 متره مربع پياده روو جوړولو چارې شروع شوي ، او انشاالله نژدې را...
03/09/2020

د سره رود ښاروالۍ لخوا چهارباغ صفا عالي ليسې مخې ته د 500 متره مربع پياده روو جوړولو چارې شروع شوي ، او انشاالله نژدې راتلونکي ورځو کې خلکو استفادې ته چمتو شي.

ښاروالۍ مازده وروسته څو کلونو ودريدو څخه اوس د خلکو خدمت لپاره ترميم او فعاله شوه ، چې اړونده فعاليتونه به هره ورځ پرې ت...
29/06/2020

ښاروالۍ مازده وروسته څو کلونو ودريدو څخه اوس د خلکو خدمت لپاره ترميم او فعاله شوه ، چې اړونده فعاليتونه به هره ورځ پرې ترسره کيږي. د سره رود ولسوالۍ اړوند د صفايي په هکله په لاندې شميرو تماس ونيسئ.
0777273181
0786248188

Address

سره رود ولسوالۍ تعمير تر څنګ
Surkhrod

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سرخرود ښاروالي Surkhrod Municipality posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to سرخرود ښاروالي Surkhrod Municipality:

Share