30/07/2025
غزل
حيات الله وړ
نه د تیارو پلوي پاتې، نه رڼا غواړمه
نه خیال د زلفو راځي، نه د مخ سبا غواړمه
خدای مې چې زړه اوري نو چیغو ته مې څه ضرورت
چې په فریاد به ترېنه دا او کله دا غواړمه
ستا بې لوظي، زما یقین دې په وعدو عجیبه!
چې زه دې هر مات کړی قول درنه بیا غواړمه
خال که په نیت د تورزړۍ له تندي نه پاکوې
زه په مات زړي محبت درنه همدا غواړمه
د برندو سترګو خوی یې زه داسې خود داره کړمه
نه یې د جنګ خلاف یم، نه ورنه پنا غواړمه
خپلې اوږدې خاموشۍ داسې بې پروا کړمه چې
نه د بتانو منځ کې خوښ یم، نه صحرا غواړمه
لکه تصویر په خلاصو سترګو دې ویده پاتې شم
له غړېدلو سترګو ستا، که ورته سا غواړمه
ما ته په بیا بیا نصحیت "وړه" پرما ملامت
له واعظانو نه بار بار دا اشتبا غواړمه
۱۴۰۴هـ لمریز د اسد ۸مه
مهترلام/ لغمان