17/09/2026
په لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی
ربیعالثاني_۵مه_پنجشنبه
د لوګر ولایت مرکز اړوند د بابوس په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یاده پېښه د یوه پرېس موټر د لوړ سرعت او د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د لوړ سرعت له امله موټر له کنټروله وتلی او چپه شوی، چې په پایله کې یې درې تنه تنکي ماشومان، چې د یوې کورنۍ غړي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د لویې لارې د عبور او مرور څانګې منسوبین سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
له همدې امله، له موټر چلوونکو غوښتنه کېږي چې د ترافیکي اصولو، په ځانګړي ډول د سرعت د کچې مراعات، جدي ونیسي او د خپل ځان او نورو خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له بېاحتیاطۍ څخه ډډه وکړي.
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت