19/07/2026
*لښکرګاه ښاروالۍ د ښار په یو شمېر ناحیېو کي د خپلسریو مخنیوی ترسره کړی دی:*
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په هدايت او سپارښتنه د مارکیټونو د تنظیم مدیریت له لوري د دې ښار په لومړۍ"١" دریمي"٣" اتمي "٨" او دولسمي "١٣" ناحیېو کي د خپلسریو او تصروفاتو مخنیوی ترسره کړی دی،
د مارکیټونو د تظیم مدیریت د معلوماتو لمخي چي وایي: په لومړي ناحیه کي ځیني کسانو غوښتل پخپلسره توګه مارکېټ جوړ کړي چي د اصولو له مخي يې کار بند او د رسمي امر اخیستلو سپارښتنه ورته وسول.
همدارنګه په دریمه ناحیه کي یو لړ اشخاصو غوښتل چي د ښاروالۍ اړوند څه کم یو جریب امارتي ځمکه باندي تصروف وکړي چي کار یې بند او جوړ سوي تاسیسات یې لمنځه یوړل سوه.
همداشان په اته ناحیه کي هم ځينو کسانو غوښتل چي پخپلسره توګه یو باب مارکېټ جوړ کړي چي کار يې بند سو او د رسمي جواز اخیستلو سپارښتنه ورته وسول.
په دولسمه ناحیه کي د څه باندي یو جریب امارتي ځمکه باندي د ځيني خلکو لخوا تصروف کیدی چي کار يي بند سو او جوړ سوي تاسیسات يې له منځه یوړل سوه.
د یادوني وړه ده چي لښکرګاه ښاروالي د خپلسریو د مخنیوي په وړاندي په دوامداره توګه خپل کمپاین راون ساتلی دی.
راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!
نېټه: ١٤٤٨/٢/٤ هـ ق
هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!